تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د فرانسې په ختیځ کې د یوه فرانسوي ډاکټر، چې تورن دی په نهو کلونو کې یې ۳۰ ناروغانو ته زهر ورکړي، چې له هغو څخه ۱۲ تنه مړه شوي دي، محاکمه پیل شوې ده.
که فریدریک پیشیه ((Péchier))، چې د بېسدۍ یا انستیزي متخصص دی، مجرم ثابت شي په عمري بند به محکوم شي.
دی په دې تورن دی چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۷ پورې یې په بسانسون (Besançon) ښار کې په دوو کلینیکونو کې دا جرمونه کړي دي.
دغه ۵۳ کلن پخواني ډاکټر، چې له طبابت څخه منع شوی دی، د چارواکو پام لومړی هغه مهال ځان ته راواړاوه چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په یوه عادي جراحي کې ۳۶ کلنه ساندرا سیمارډ (Sandra Simard) د زړه د درېدلو ښکار شوه.
د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې، په هغه سیروم کې چې هغې ته ترې بېهوښي ورکول کېده، د پوتاشیم وژونکې اندازه وموندل شوه. د فرانسوي څارنوالانو د پلټنو په ترڅ کې لسګونه نورې مشکوکې پېښې هم څرګندې شوې.
ادعاکوونکي تور پورې کوي چې پیشیه، چې درې اولادونه لري، د خپلو همکارانو د بدنامولو په نیت د هغوی د درملو کڅوړې (سیرومونه) ککړولې. د څارنوالۍ په وینا، هغه به وروسته د ناروغانو د ژغورنې هڅو ته وردانګل او «تل به یې یوه حللاره لرله».
دغه ډاکټر بیا هم پر خپله بېګناهۍ ټینګار کوي او وایي چې د زهرو ورکولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
د ۳۰ هغو کسانو له ډلې چې د زړه د درېدلو ښکار شوي وو، ۱۲ یې مړه شوي دي. د قربانیانو عمرونه له ۴ څخه تر ۸۹ کلونو پورې وو.
د فریدریک پیشیه مدافع ټیم وایي چې هغه «پوره نیت لري خپله بېګناهۍ په دې قضیه کې ثابته کړي».
تمه کېږي چې دا محاکمه تر دسمبر پورې روانه وي. د قربانیانو د یو وکیل په وینا، دا محاکمه د خپلې «کچې، مودې او تخنیکي پېچلتیا» له امله «سرګرځوونکې» بلل شوې ده.
پیشیه دا مهال تر قضایي څارنې لاندې دی، خو په توقیف کې نه دی.