نن به یم سبا به ځمه زه پردېس د بل وطن یم
زړه دي مه راکوه ماته زه پر هر ښکلي مین یم
تېره شپه مي د پښتو ادب د ولاړ لمر او مُورخ ښاغلي عبدالباري جهاني سره آنلاین مجلس وکړ. د جهاني له نامه سره له ډېر کوچنیوالي د ده د اشعارو له لاري آشنا وم. کله چي به مي په مکتب کي درسي کتاب را واړوئ نو لومړنۍ پاڼه به ئې په درې رنګه شکلیزو بیتو ښکلې او عنوان به ئې ملي سرود ورته لیکلی وو. ما به هم هر وخت د ځان سره زمزمه کاوی. او یو وخت خو مي بېخي د مکتب په پروګرام کي په یاد ووایی. موده وروسته بیا د دې ځلاندو وطني او ملي بیتو د شاعر د نامه سره آشنا سوم. بیا چي به مي په تصافي ډول د ناشناس کومه سندره اورېده، نو به مي تر غوږو پوري د نورو د خولې څخه د جهاني نوم هم ورسره اورېدی. چي ویل به یې: د جهاني شعر او د ناشناس ږغ اوف اوف سړی سم بلي دنیا ته وړي.
اولنی کتاب د جهاني صاحب ” د مشکو کاروان ” وو چي ما ولوست. په هغه کتاب کي د ډېرو شاعرانو اشعار او ژوند لیکونه راغلي وو. او جهاني صاحب په دونه واضح او روان ډول معرفي کړي وو چي نثر به ئې ماته یو ډول خوږ او روان را لګېدی. بیا مي تقریباً د مکتب په نهم صنف کي د جهاني صاحب ځیني شعري ټولګې لکه ورکه مېنه او پایکوب هم ولوستې او ځیني وخت به مي بېخي نظمونه د مکتب او کورسو په پروګرامونو کي ځیني ویله. بیا چي د تاندي ځوانۍ په اولنۍ مرحله کي د آزادې مطالعې سره آشنا او د تاریخ څېړل مي شروع کړه نو د جهاني آثار به مي ډېر دقیق لوستل د ” د هرات پښتانه او ستره لوبه ” څخه را واخله بیا تر” شاه شجاع، برټانوي استعمار او امیر دوست محمد خان ” پوري هغه لومړني آثار وه چي زه ئې د جهاني صاحب د تحقیقي طرز او نثر سره آشنا کړم. بیا به مي ځیني نور تحقیقي مضامین هم په انټرنیټ کي پیدا او لوستله چي زما مینه ئې د جهاني د تاریخ لیکني او طرز سره نور هم ډېره وله.
جهاني که له یوې خوا یو منلی او مشهور شاعر دئ اما له بلي خوا یو ریالیسټک څېړونکی او مُورخ هم دئ. د ده تاریخ لیکنه تر ډېره حده د نورو هغه لیکوالانو سره چي په تاریخ لیکنه کي ئې ځانونه زهیر کړي، بېخي جلا برېښي.
دی د پېښو پر حقیقي اړخ په هیڅ صورت پرده نه اچوي او تاریخي پېښي هغسي وړاندي کوي لکه څنګه چي پېښي سوې وي. ځکه خو ئې زما تحقیقي او تاریخي نثر خوښ او په افغان تاریخ لیکنه کي ئې یوه مهمه څېره بولم. له برابره مرغه تېره شپه له دې درانه شخصیت سره د خبرو موقع راته برابره او بانډار مي ورسره وکړ. د مجلس په ترڅ کي مي د افغانستان پر معاصر تاریخ د یو اثر د لیکلو وړاندیز ورته وکړ چي له ډېره وخته مي په فکر کي وو. د بې ساري جهاني ئې ډېر واري کور ودان؛ چي په ډېر اخلاص او مینه ئې خبري راسره وکړې. او همدارنګه ئې زما د پېشنیهاد په جواب کي ډاډ راکړ چي وخت ور باسم او کار پر کوم.
په دې وروستیو کي مي د ده د یوې څېړنې ” له میرویس خانه تر نادر افشاره ” یادونه هم ورته وکړه چي په تاند ویب پاڼه کي مي ئې ټولې برخې لوستې وې.
ده زیاته کړه چي دا برخه اوږدوم او فعلاً مي هغه ته د یو کتاب شکل ور کړی چي ډېر ژر به چاپ او را ووزي. که څه هم د افعانستان پر معاصر تاریخ ډېر آثار لیکل سوي، خو په هر کتاب باور او اعتماد د لوستونکو لپاره تر ډېره بریده اوس ستونزمن کار دئ. ځکه ډېری لیکوالان د تاریخ لیکني پر اصولو برابر مخته تللي نه دي او د پېښو؛ خاصتاً بیا د ثور تر کودتا وروستو حواثو کي د دوی د احساساتو او قضاواتو تاثیر ښکاري. ځکه خو ما اړینه وبلله چي جهاني صاحب په دغه برخه کي یو مستند اثر وکاږي چي په بې طرفه ډول د هیواد د معاصر تاریخ پېښي پکښي واضح او وړاندي سوې وي.
د دې اثر چاپ به د افغان معاصر تاریخ لپاره یو مهم خو په عیني حال کي به یو متفاوت سند و اوسي، چي راتلونکي نسلونه به ئې په مټ د هیواد د تاریخ د پېښو واقعیت او تشخص ښه درک او ور باندي خبر سي. د جهاني صاحب څخه مي پوښتنې هم و کولې او د مجلس په پای کي ئې په دې ډاډه کړم چي پېشنیهاد مي ورته پر ځای او کار به ډېر ژر ور باندي شروع کړي.
د هیواد دې لویې هستي، شاعر، لیکوال، ژورنالیست او تاریخ پوه ته د ډېر عمر، زیار او کار دُعا کوم. هڅې ئې تودې او قلم ئې روان اوسه.
۲۰۲۵/۹/۸ – کابل، میرویس میدان.