جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهیونسیف، زلزلې تر ۵ سوه زره ډېر خلک اغېزمن کړي

یونسیف، زلزلې تر ۵ سوه زره ډېر خلک اغېزمن کړي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) یونیسف وايي، د د لومړنیو راپورونو له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د تېرې اوونۍ د زورورې زلزلې له امله تر ۵ لکه ډېر کسان اغېزمن شوي، چې پکې تر ۲۶۳ زره ډېر ماشومان هم شامل دي.

د اګست په ۳۱ نېټه د شپې په ۱۱:۴۷ بجې دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب څه باندې ۶ درجې و، کلي ونړول او د غونډیو او غرونو د ښوییدو سبب شوه. له لومړۍ سختې زلزلې وروسته ۱۷ ځلې نورې زلزلې وشوې چې دشدت یې ۴،۰ یا تر دې لوړ و.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي. د مړو په ډله کې ۳۹۳ نجونې او ۳۳۸ هلکان شامل دي. دې ادارې ویلي، ۲۷۱ ماشومان یتیم پاتې شوي او ۸۱ ماشومان په روغتونونو کې پرته له خپلوانو بستر دي، چې وېره شته ښایي خپلې ټولې کورنۍ یې له لاسه ورکړي وي.

په کونړ، ننګرهار او لغمان کې تر ۶۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي. سیندونه د غونډیو د ښوییدو له امله بشبړ بند شوي چې د ژغورنې هڅې یې ستونزمنې کړې دي. اکثره خلک، چې کورونه یې نړېدلي، بېرته خپلو مېنو ته زړه نه ښه کوي ځکه چې هې شېبه د غرونو د ښوییدو او د زلزلې احتمال شته.

ډا د کونړ نورګل ولسوالۍ ته تللې لار ده. په دې ولسوالي کې کابو ټول کورونه ویجاړ شوي دي

روغتیايي مرکزونو د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې ۲۸۵۴ ټپیان درمل کړي او ۳۰۴ ستر جراحي عملیاتونه یې ترسره کړي دي.

یونیسف ویلي چې د لرې پرتو ولسوالیو او د جلال‌اباد او اسعداباد د روغتونونو ترمنځ ۴۷ امبولانسونه په پرله‌پسې ډول فعال دي. دې ادارې لسګونه زره طبي توکي رسولې دي، چې پکې ۴۸۵۰۰ د وینې سیرومونه، ۲۵۰۰۰ انټي‌بیوټیکونه او ۱۰۰۰ بستې د ماشومانو لپاره د تغذیې مواد شامل دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ډلو تر اوسه ۴۵ بې‌سرپرسته یا جلا شوي ماشومان پېژندلي چې ۳۴ یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي. د ماشومانو دوستانه مرکزونه نژدې ۱۰۰۰ ماشومانو ته خدمت کوي او د هغو ماشومانو لپاره موقتي پناه‌ځایونه جوړېږي چې سرپرست نه لري.

اوبو او حفظ‌الصحې ته لا هم بیړنۍ اړتیا ده. یونیسف ویلي چې  د حفظ‌الصحې ۵۱۵۰ بستې، ۴۰ زره جېري‌کینونه یې وېشلي او ۱۵۰ تشنابونه یې نصب کړي، سختو ‌ځپل شویو سیمو ته اوبه په ټانکرونو کې رسول کېږي. په کونړ کې کورنیو ته د ۱۵۰ ډالرو بیړنۍ مرسته ورکول کېږي او پلان شته چې ۵۰۰۰ نورو کورنیو ته مرسته وغځول شي او ۲۵ زره کورنیو ته د ژمي توکي برابر شي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د تغذیې کمښت، چې تر زلزلې وړاندې هم د کړکېچ په کچه و، په کونړ، ننګرهار او لغمان کې سخت خراب شوی دی.

 راپور زیاتوي: «د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې او ښایي لا نوره هم زیاته شي.»

یونیسف اټکل کړی چې د شپږ میاشتو د ځواب لپاره ۲۱،۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۵،۲ میلیون ډالر برابر کړي، او په دې جساب لا هم ۱۶،۳ میلیون ډالره مالي کسر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب