تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د کابل او بدحشان ولایتونو په مربوطاتو کې نن (دوشنبې) په دوو جلا ترافیکي پېښو کې) لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي.
د کابل – جلالاباد په لویه لاره کې، یو لنډکروزر له یوه سیډان موټر سره د کابل د سروبي ولسوالۍ او د لغمان د قرغهیي ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې ټکر شول. په پېښه کې دوه تنه مړه شوي، چې د سیډان چلوونکی هم پکې شامل دی، او درې نور ټپیان شوي دي.
په لغمان کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سروبي ولسوالۍ چارواکو پېښه تایید کړې ده.
د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې، یو سیډان موټر له سړکه وتلی چې له امله یې ۱۱ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
په درایم ولسوالي کې طالب چارواکو وویل چې د قربانیانو په ډله کې یوه ښځه، درې ماشومان او څو سړي شامل دي. ځايي سرچینو ویلي چې د مړو له ډلې اوه تنه د یوې کورنۍ غړي وو.
د طالبانو چارواکو دا پېښه د بې احتیاطه موټرچلولو پایله وبلله.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان پر لویو لارو مرګونې پېښې زیاتې شوي دي. د اکثرو پېښو دلیل د موټروچلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښودل کېږي. په ځانګړي ډول د کابل – کندهار پر لویه لاره اکثره ترافیکي پېښې د لارې د خرابوالي له کبله رامنځته کېږي.