جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د جلګې ولسوالۍ د سړک د جوړولو ارزو او غوښتنه

د جلګې ولسوالۍ د سړک د جوړولو ارزو او غوښتنه

افغانستان په ټوله کې ښکلی دی چې له هرې زاویې سړی فکر ورته وکړي افغانستان د دې وړ دی چې موږ ټول ورباندې ویاړ وکړو او له ښایست او ښکلا یې خمتمه شو. هر ولایت یې ځانګړې ښکلاوې لري که هغه اب و هوا ده که طبیعت دی که کرهڼې او زراعت ته مساعد چاپیریال دی که خوندورې میوې دي بلاخره خوشبخته یو چې د داسې یو ښایسته هېواد چې افغانستان نومیږي اوسېدونکي او وګړي یو.

زه نن غواړم د خپل زړه درد دې تورو په واسطه تاسې ته وسپارم ، د میدان وردګو ولایت د جلګې(دایمیرداد) ولسوالۍ اوسېدونکی یم غواړم د دردونو د ثبت او نورو ته د رسولو دغه لړۍ له خپل کلي او ولسوالۍ را شروع کړم.

جلګه چې رسمي نوم یې دایمیرداد دی یوه لیرې پرته ولسوالي ده د خلکو اقتصاد یې خراب دی ډيری وګړي یې په کرنه او زراعت بوخت دي ددې ترڅنګ یوه برخه خلک او ځوانان یې په ایران او نورو ملکونو کې د پردیسۍ ژوند کوي تر څو حلاله روزي وګټي او د خپلو کورنیو د خرچو او مصارفو لپاره یو څه په مزدورۍ اماده کړي دوي په دغه لاره کې بلا ستونزې تیروي د ۲ کلنو نیولې تر ۱۰ کلونو پورې مسلسل خواري کوي په حلاله مزدورۍ یې ګټي او د خان په شان یې مصرفوي.

 دا چې دغه لیکنه رانه اوږده نه شي د جلګې ولسوالۍ د خلکو د اقتصاد او کاروبار په اړه مې خبرې وکړې راځم اوس اساسي بحث او مسلې ته ؛ کله چې کابل کې له میرویس میدان څخه موټر حرکت وکړي په ۷ الی ۸ ساعتونو کې موټر زموږ ولسوالۍ او کلي ته رسیږي ، سړک یې بې حده خراب دی زه دا خبره کوم چې هر ځل کلي ته تللی یم د سړک د خرابوالي ستونزو او چمپونو له امله ناروغ شوی یم او ددې خبرې مې خدای ج شاهد دی.

همدارنګه د نوموړې ولسوالۍ ناروغان د ولایت مرکز میدان ښار یا کابل ته په وخت نه رسیږي ځکه لاره بې حده خرابه ده همدارنګه میوې یې هم د ورته ستونزې سره مخ دي کرایې لوړې دي په همدې ډول چې هر څومره جوړ موټر وي چې په دغه لاره یو ځل مزل وکړي حتمن به د مستري پوښتنه کوي یا به یې چمپین مات کړي وي یا سپرینګونه . زه ددغه لارې موټروان نه یم خو دا چې جلګه او دایمیرداد مو د خاپوړو ځای دی کلی او کور مو دی هلته مو خپلوان او وطنداران مېشت دي سړی مجبوريږي وخت ناوخت دې سیمې ته سفر وکړي . دایمیرداد یو لویه ولسوالي ده په زرګونو خلک هلته ژوند کوي د پښتنو تر څنګ هزاره ګان وروڼه هم په دې ولسوالۍ کې د ورورۍ په فضا کې مېشت دي.

له پایتخت څخه تر ټوپ دښتې پورې سړک خو شکر په دې وروستیو کې په اساسۍ ډول رغول شوی دی چې اوس هم د کابل کندهار د لویې لارې رغونې چارې دوام لري ، د ټوپ دښتې څخه د قبلې خواته سړک چې سړی مستقیم د چګ ولسوالۍ مقام ته بیایي په مخکې کلونو کې قیر شوی خو کیفیت یې ډير خراب شوی دی ډبونه یې کړي اوبو خراب کړی دی چې بیا ځلې ترمیم ته نهایت ډيره اړتیا لري.

 ددي تر څنګ له چک ولسوالۍ څخه تر جلګې دایمیردادو ولسوالۍ پورې سړک په بشپړ ډول خامه دی، ستړی کوونکی دی د محل خلک ورسره ازرده دي که اسلامي امارت ورته پاملرنه وکړي دا به یې په دې ولس احسان او لورېنه وي ددې تر څنګ د میدان وردګو ولایت له سرمایه لرونکو او شتمنو خلکوهمدارنګه نورو شتمنو هېوادوالو غوښتنه کوم که ددې سیمې دغه اساسي لارې او سړک ته پاملرنه وکړي نهایت مینه او مهرباني به یې ددغه سیمې له ولسونو سره کړې وي.

 د ټوپ له دښتې تر جلګې ولسوالۍ پورې لاره باور وکړئ له حد ډيره خرابه ده زما بیچاره نور هیڅ په وس پوره نه دي فقط قلم مې راواخیست دغه د ولس درد مې له تاسې درنو سره شریک خدای ج د وکړي کومه حلاره ورته ولټول شي.

زه د خپل ځان په نماینده ګۍ د میدان وردګو ولایت مقام او مرکز کابل کې د مسوولینو څخه په ډير درنښت غوښتنه کوم چې د میدان وردګو ولایت د نورو ستونزو تر څنګ د ټوپ له دښتې تر جلګې ولسوالۍ پورې سړګ رغولو ته پاملرنه وکړي نهایت احسان او مهرباني به یې د میدان وردګو ولایت سره کړې وي.

په درنښت

حقمل د میدان وردګو ولایت یو ځوان

1 COMMENT

  1. محترم ورور حقمل صاحب!
    ښه به دا وی چي دا غوښتنه په لیکلی ډول د ولسوالی د سپین ږیرو له خوا د ولسوال په تاييد او همکاری ولایت ته وړاندی شی او ولایت دا مشکل مربوطه وزارت سره تعقیب کړی ،دا یی د حل رسمی لار ده.
    خو باید ووایم چي زموږ جمهوریتی وزیرانو ،جنرالانو ،والیانو او نور بلند رتبه مامورینو په هغه میلیاردی کمکونو کی دا د لارو ،صحت ،مکتب ،زراعت او نور اړین اهم کارونه کړی وی خو مع الاسف چي اهل نه وو یواځی ځان او د فساد ملګری یی وپړسول او خدمت خلق ظرفیت یی نه درلود نو فرصت او امکانات اکثرا ضایع شول.
    اوس چي دا ولایت وزیر نلری ،اسهام یی ډیر قلیل ښکاری ؛که ا.یاسر غوندی مشران منافقینو شهید کړی نه وای ،امارت به نن ورځ له موهوم او ملت دښمن قیادت سره مخ نه وو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب