تاند(دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۷مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې (۹۹،۹۲۷) میټریک ټنه توکي د ریل پټلۍ له لارې صادر او وارد شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې موده کې، (۶۹،۵۱۶) ټنه توکي د حیرتان بندر له لارې، (۵،۸۰۶) ټنه توکي د اقینه بندر له لارې، (۱۱،۴۲۹) ټنه توکي د تورغونډۍ بندر له لارې او (۱۳،۱۷۶) ټنه توکي د خواف هرات بندر له لارې لیږدول شوي دي.
خبرپآڼه زیاتوي، چې په ټولیزه توګه (۹۹،۹۲۷) میټریک ټنه، چې تېل، غیر تېل او نور توکي پکې شامل دي، صادر او وارد شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په تېره اونۍ کې، (۵۳۳) ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې ډېری یې وچې میوې او نرم مشروبات وو.
کارپوهان وایي، څنګه چې د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړیږي، د کار ډېر فرصتونه به رامنځته شي، ملي عواید به زیات شي، او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره به لاره هواره شي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي د لیږد لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.