تاند(دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۷مه) د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.
دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله طبي مرستو ته اړتيا لري.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره، په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمښت دی.
نوموړې ویلي، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه هغه هم زياتره قابلهګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي.
د موکتا شارما په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه په خبره یې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو له کوه دباندې پر کار کولو بنديز ولګوه.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري.
آیا ښځې او نجونې د تداوی او صحت حق نلری ؟
کومې ښځې او نجونې چي د صحی خدماتو د تاخیر په سبب وژل شوی قاتلان یی څوک دی ؟
پداسی حالاتو کی صحی خدمات د چا مسئولیت دی ؟
آیا امرا د ملت ستونځې حلوی که ستونځې زیږوی ؟
دمصیبتځپلو بر وړاندی د حکومت او خلکو مسئولیت څه دی ؟
ټول انسانیت او بیا مسلمانان پدی متفق دی چي له الله ج او رسول الله ص وروسته مور مهربانه ده ، مور ښځه ده او د نن ورځې خور او لور د سبا ورځې ښځه او بالاخره مور ده ؛ ښه ښځه ،ښه مور ده ،خپل مسئولیتونه ښه اداء کوی د کورنی او ټولنی په وړاندی ، ښه کار کوی ،ښه مشوره ورکوی او حتی ځینې میندې د اولاد د تربیت سره حتی سبب د اصلاح د نارینه یا میړه هم ګرځیدلی .
نو ښځینه لکه نارینه حق د تعلیم او تخصص لری ،د ښځو سالم تعلیم او روزنه کورنۍ ، ټولنه او حتی حکومتونه قوی کوی ؛ د قطری مریم راتګ او خدمات ، هبة الله ته ښه درس او هم ښه څپیړه وه نسواری تلتکوالو کوم چي اشرف المخلوقات ته سپک ګوری او یواځی کالانعام معامله کوی ؛ دا فکر نه اسلامی دی او نه انسانی او انسانیت کی خریدار نلری او زموږ انسانیت تر سوال لاندی راولی .
موږ منحیث مسلمان د ټولو نعماتو نه د احسنی استفادی ظرفیت باید تر لاسه کړو ،ورنه ددی امراوو او مزدورو ملت وژونکو اجرتی ملیشو فرق به څه وی یاایهالمومنون !
یو بل توضیحی مثال:کومې کورنیو ته چي منعم حقیقی ښه ښځه او ښه مور ورکړی وی کور ته د حرامې مړۍ له ورتګ مخنیوی کوی ؛زموږ ځینو مجاهدینو او جنرالانو پدې بایلوله چي له عالمو مومناتو محروم او په زر مینې جاهلانې درلودی ورنه ملت له دومره باخت او فساد سره نه مخ کیدو ځکه ښه کورنۍ ښه ټولنه جوړوی او ښه ټولنه ښه حکومت جوړوی شی .
سلامونه،
د ډاکټر صیب “همت “په تایید، د ټولې دنیا هوښیارو انسانانو، مسلمانانو او په خانګړې ډول افغانانو(لرو او برو او بهر میشتو) زیاتي له ډیرو ویلو نه خولې ، او ډیرو لیکلو نه لاسونه او ګوتې ستړې شوې :
تاسو ط ط صاحبان چی ادعا مو کوله (ابتدا د دوهم ځلي پر امارت د ګدۍ تکیه کولو)چې د ارواښاد م.ظاهر شاه بابا د وخت قانون تطبیقوو! آیا د هغه بابا څو سلنه مو تطبیق کړې؟
ان الله لا یحب الکاذبین۰
خدای وکړي چې تاسې څو کسه مرغۍ سري ؛ خپلې زنانه په تاکاویو کې وساتئ ؛مګر د ولس حقه حقوق د پوهنې ،علم ،کار او …. له خپلو ظنیاتو مه قربانوئ! ؛جاپانیان وګورۍ د ساینس له برکته،زلزله مهاروي!!!
همدا زلزلې او د طبیعت نور آفتونه ،چې بیشکه بې د الله له تقدیر او حکمته نه دي ، ستاسو سترګې خلاصې نکړې؟؟ دا د زنانه وو آه و فریادونو، زخمونو او دردونو ستاسی سیافي ږیرې لږ په حرکت رانه وستې ؟؟؟ دا چې د روغتیا نړیوال سازمان مستند غږونه درباندې کوي ولاکن لا تعلمون!!؛ صم بکم عمی …الآیه.
دري ژبه کې وایی: پیش کلهء خر یاسین خواندن.
کرزی بیچاره هم له ډیره ګوتنیونو نه تنګ شو!!
.. که آه بینوایان سخت ګیرد+-+- بسې شخص را ز تخت و بخت ګیرد