تاند( دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۷مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه، په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د خواخوږۍ او بشري مرستو له امله مننه کړې.
یاد وزارت ویلي، ۴۸ هېوادونو سربېره نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله چې زرګونه کسان پکې ژوبل او مړه شوي خواخوږي شریکه او یا یې هم بشري مرسته کړې ده.
یاد وزارت نن دوشنبه دغه معلومات په خپله پاڼه نشر کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ کابل کې د یوه کنفرانس په مهال ویلي وو چې، د ختیځ زلزله ځپلو سره د هېوادوالو سربېره د هېوادونو پراخه غمشریکي او مرستې د طالبانو د بې طرفه سیاست پایله ده.
ختیځ ولایتونه وروستۍ زلزلې له سخت مالي او ځاني زیانونو سره مخ کړل.
یوازې کونړ ولایت کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان مړه او نېږدې ۴ زره نور ژوبل شول، چې لاهم د ارقام وروستي شوي نه دي او د پلټنې عملیات دوام لري.