جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ختیځ زلزله ځپلو ته د روسیې دویمه جوپه مرسته را ورسېده

د ختیځ زلزله ځپلو ته د روسیې دویمه جوپه مرسته را ورسېده

تاند (دوشنبه د وږي – سنبلې ۱۷مه) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزله‌ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د روسیې دویمه جوپه مرسته کابل ته را ورسېده.

روسي رسنیو ویلي، چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین په لارښوونه په دې ۲۰ ټنه مرسته کې خېمې، کمپلې او د سرپنا نور توکي شامل دي.

د ویلو ده چې د سپتمبر ۵مه د روسیې د مرستې په لومړۍ جوپه کې هم لومړني اړین توکي شامل وو.

تر دې مخکې د هند، متحده عربي اماراتو او چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره خپلې بېړنۍ مرستې رالېږلې وې.

همداراز د ملګرو ملتونو ځینو ادارو او اروپايي ټولنې هم د کونړ د زلزله‌ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه میلیونونه ډالر ځانګړي کړي دي.

تېره یکشنبه ۶ اعشاریه ۱ درجې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول چې له امله یې په کونړ کې ډېر مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

یوازې په کونړ کې تر ۲۵۰۰ تنه مړه او تر ۴۰۰۰ زره کسان ټپيان شول.

لاهم په یاد سیمه کې د مړو د موندلو عملیات روان دي او وروستي جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب