تاند(دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۷مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر افغانانو غږ کړی چې په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو پر ځای د سولې لار غوره کړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د بېلابېلو جګړو پرمهال سلګونه زره افغانان مړه شوي دي.
نوموړي له افغانانو غوښتي، چې نور جګړه پرېږدي او سولې ته غاړه کېږدي.
خلیلزاد زیاتوي، چې جګړه یوازې د وینې تویېدو، د خلکو د بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو لامل ګرځېدلې ده.
نوموړی وایي او اړتیا ده چې ټول سیاسي او ټولنیز لوري د راتلونکي نسل د خوندیتابه لپاره د خبرو مېز ته کېني.
خلیلزاد تر دې وړاندې هم په ځلونو ټینګار کړی چې ګډې خبرې او ملي پخلاینه د افغانستان د روانې کشالې یوازېنۍ حل لار ده او باید ښکېل لوري دا پروسه غوره کړي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکم نظام کې یو شمېر چارواکو په ځلونو ټینګار سره ویلي، چې پخواني سیاسون او چارواکي له عمومي عفوې برخمن او افغانستان ته راتلی شي، خو زیاته کړې ده چې په حکومت کې ونډه نه ورکول کېږي.
د نظر خاوندان او هغه افغان ځوانان چې په تېر جمهوریت کې دندې کړي او اوس طالبانو له دندو شړلي وایي، حکومت یوازې ملا انحصار کړی او بل ته ځای نه ورکوي.
دوی وایي، که دا لړۍ همداسې روانه وي لرې نه ده چې اختلافات به ورځ نه بلې ته زیات شي.