تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې له زلزلو ژوندي پاتې شوي خلک، چې د ځمکې ښویېدو له وېرې ځورېږي او فکر کوي چې هره شېبه خطر شته چې له غرونو لویې ډبرې راولوېږي، وايي چې بېرته خپلو ویجاړو شویو کلیو ته نه ستنیږي، بلکې په کروندو او د سیند پر غاړه به پاتې شي – که څه هم خیمې هم نه لري چې ځانونه له بارانه پرې وساتي.
۶۷ کلن بزګر ادم خان، چې د کونړ ولایت په مسعود کلي کې د خپلې ورانې شوې کورنۍ مخې ته په یو لکړه ولاړ و، وویل موږ هېڅ پناهځای نه لرو، ان یوه خیمه هم نه لرو.» دغه کلی تېره اوونۍ د زلزلو او د مځکې د پرله پسې ښوییدو له امله سخت ویجاړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «پرون شپه باران و، موږ هېڅ ځای نه درلود چې ځانونه پکې خوندي کړو. زموږ تر ټولو ستره وېره د هغو لویو ډبرو ده چې هره شېبه له غره راپرېوځي.»
د سپتمبر په لومړۍ نېټه (د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) دوو زلزلو تر ۲۲۰۰ د ډېرو کسانو ژوند واخیست او تر ۳۶۰۰ زیات یې ټپیان کړل. زرګونه کورونه ونړېدل، او وروسته د مځکې ښوییدو نورې کورنۍ د غرونو او سیندونو تر منځ بندیان کړل.
مرستندویې ډلې په هیلیکوپترو کې خواړه او نور توکي راوړي، خو ژوندي پاتې شوي وایي مرستې ناڅرګندې او ورو دي.
د افغانستان د نیمګړو تاسیساتو له کبله ډېر کلي لارې نه لري، او زیاتره کورونه چې له خټو او ډبرو جوړ شوي، په زلزله کې په یوه شیبه کې راپرېوتل. کورنۍ اوس د لنډمهاله کمپونو کې راټولې شوې دي.
په «شهیدان» کلي کې ۴۰ کلن بزګر شمسالرحمان وویل چې شپږ خپلوان یې له لاسه ورکړي او خپله کورنۍ یې له نهه کسانو سره راوایستله. اوس دوی د سړک پر غاړه په خلاصه فضا کې ناست دي، یوازې له څو شیانو سره.
هغه وویل: «هغه خیمې چې موږ ته یې راکړي، زموږ د ماشومانو د ځای لپاره هم بسنه نه کوي. له غره د کښته کېدو پر مهال زما زوی بوټونه نه درلودل، نو ما خپل بوټونه ورسره په نوبت کارول، یو ځل ما په پښو کول، بل ځل هغه.»
ځینې کورنۍ دایمي بېځایه کېدو ته اړ شوې دي. د لمر تر سختو وړانګو لاندې، ۵۱ کلن ګل احمد د خپلو خپلوانو ترڅنګ ولاړ و، د کورنۍ ښځې یې د یوه دېوالګي سیوري ته ناستې وې او د دوی پاپ-اپ خیمې په دوړو کې ښورېدې. هغه وویل: «حتی که زلزله هم نه وي، یوازې یو باران کولی شي چې له غره ډبرې راوغورځوي. موږ بېرته نه ځو. حکومت باید موږ ته ځای برابر کړي.»
د پناه ځای، روغتیايي اسانتیاوو او د کافي خوړو له نهشتوالي سره، نړیوالې مرستندویې ادارې وایي دا غمیزه به ناروغي او فقر لا خپور کړي.

د ماشومانو حالت تر ټولو ناوړه دی. ۱۲ کلن صادق هغه وخت ژوندی راویستل شو چې ۱۱ ساعته تر ورانو شویو دیوالونو لاندې بند پاتې و. د هغه انا او یو وراره په همدې کنډواله کې سا ورکړې وه.
ده وویل: «ما فکر کاوه چې مړ کېږم.» هغه له رسۍ په یوه جوړ بستر کې غلی ناست و، په داسې حال کې چې د کورنۍ نور ماشومان او کاکاګان یې د دوی د لنډمهاله پناه ځای شاوخوا ګرځېدل. «دا داسې احساسېده لکه د قیامت ورځ.»