جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسهیل شاهین وايي، هند لېواله دی چې ډیلي ته د امیرخان متقي...

سهیل شاهین وايي، هند لېواله دی چې ډیلي ته د امیرخان متقي د سفر اجازه واخلي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د هند حکومت لېواله دی چې نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر لپاره ب د امنیت شورا ته بیا مراجعه وکړي.

په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین، ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته ویلي چې د هندوستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ کتنه او په بېلابېلو برخو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا ضروري ده.

طالبانو تازه وړاندیز کړی چې د هندوستان او افغانستان د جګپوړو چارواکو ترمنځ دې کتنه وشي څو د دوه‌ اړخیزو همکاریو او اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي.

سهیل شاهین ویلي: «د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لیدنې ضروري دي. دا ډول لیدنه د بیلابیلو همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ لپاره لاره هواروي.»

د هندي رسنۍ د راپور له مخې، ډیلی اوس هم له طالبانو سره په تماس کې دی چې په لنډ وخت کې د دې کتنې امکان برابر کړي. راپور زیاتوي چې هندوستان تمه لري، کله چې د کتنې نېټه وروستۍ شي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر لپاره به له امنیت شورا ن اجازه وغواړي.

د امیرخان متقی نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړې له مخې په بندیزونو کې شامل دی، چې د هغه د سفرونو د بندیز لامل شوی دی.

مخکې سرچینو ویلي و چې هندوستان د امیرخان متقی د لیدنې لپاره د اګست له ۲۷ تر ۲۹ پورې بلنه ورکړې وه، خو دغه سفر تر رسمي اعلان وړاندې لغوه شو، ځکه هندوستان ونه توانېد چې د هغه د سفر لپاره د ملګرو ملتونو د تحریمونو د معافیت له څانګې اجازه ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...