جمعه, فبروري 6, 2026
Home+زموږ د خواله رسنيو «روان مړي» | رحمت‌شاه فراز

زموږ د خواله رسنيو «روان مړي» | رحمت‌شاه فراز

تاسو به د (The Walking Dead) يا (The Last of Us) سريال ليدلی وي، په دې سريالونو کې يو ډول انسانان ښودل کېږي، چې د يوه واکسين يا وبا له امله له مرګ وروسته بېرته راژوندي شوي وي او د ذهن يوه ډېره وړه حصه يې فعاله او نور ذهن يې مړ وي. ما د همدغو کرکټرونو لپاره د «روانو مړو» اصطلاح کارولې ده. دغه ډله انسانان يوازې په نورو انسانانو باندې په يرغل او د ځان په څېر کولو پوهېږي، نور د ژوند او هوښياري هېڅ راز نښه هم نه لري.

له بده مرغه، نن ورځ زموږ خواله رسنۍ هم له همدغسې «واکينگ ډيډ» چاپلوسانو او مبصرينو پورې‌مامورې دي. د هېواد يا نړۍ له کوم ګوټ نه به يوه وړه پېښه په رسنيو کې سر راپورته کړي او بيا به زموږ د وطن واکينگ ډيډ د زامبيانو غوندې ځانګې وانګې له غرو او رغو رامنډې کړي او په خپلو داړونکو چيغو به ټولې خواله رسنۍ په سر واخلي.

د فلمي واکينگ ډيډ په څېر، زموږ د روانو مړو هم د ذهن يوه ډېره وړه حصه فعاله او نور ټول ذهن يې فلج او له کاره غورځېدلی دی. دوی هم يوازې په بل انسان باندې په بريد، په شخصيت‌وژنه، په توهين او سپکاوي پوهېږي، نور د ژوند او هوښیارتیا هېڅ نښه هم به په کې ونه مومئ.

د فلمي روانو مړو غوندې، دوی هم تر هغو نه په‌ شا کېږي، تر څو روغ انسانان د ځان په څېر نه کړي او چې يو ځلې د دوی په څېر شول، بيا هېڅ کار او غرض هم نه ورسره لري.

هغه کومې پېښې دي، چې زموږ د هېواد دغه روان مړي په حرکت راځي؟ يو څو مثالونه يې دا دي:
يو، د اسلام يا د دوی د مشرانو په اړه دې يوه داسې خبره وکړه، چې تنها د دوی د ذهن له فلج شوې برخې سره په ټکر کې وه.

دوه، که هېواد کې د يوې ښځې يا نر محرم انځور راووت، فرق نه کوي، چې د خپل هېواد یې ده او که بل هېواد نه مېلمه راغلې ده.

درې، که د هېواد يوه مشر او خدمتګار شخصيت يوه وړه تېروتنه وکړه.

څلور، د کرکټ لوبه روانه وه او يا يې ټيم وبايلله او يا وګټله، فرق نه کوي، که ټول هېواد کې ستر ناورين هم روان و.

پنځه، د هېواد کومې مشهورې او عالمې څېرې يوه داسې خبره وکړه، چې اصلا خو د دوی په ګټه وه، خو د دوی د ذهن فعالې برخې ته يې تحليل ناشونی و.

شپږ، د دوی د خوښې يوه شخص يا ډلې يو عبث او لايعني کار کړی وي، خو چې د دوی خوښ و، نو دغه واکينگ ډيډ چاپلوسان به له هرې خوا ورته رامات ومومئ.
او داسې ګڼ نور…

رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...