تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر آننه ګیلدي سپروف سره په کتنه کې د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت په وینا، دواړو لوریو په دې ناسته کې کابل ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه ترکمن برېښنا د لېږد او د انرژۍ د لویو پروژو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه موافقې وکړې.
د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د نړیوالې برېښنا د لېږد پروژې «تاپ ۵۰۰» د مقدماتي کارونو د پرمختګ خبر ورکړ او ډاډ یې ورکړ چې عشقآباد دې پروژې ته ژمن دی.
د ټاپ ۵۰۰ پروژه
پروژه «تاپ ۵۰۰» د دې لپاره طرحه شوې چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له ولایتونو هرات، فراه، هلمند او کندهار څخه پاکستان ته ولېږدوي. دا پروژه په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د وخت د مشرانو په حضور کې پیل شوه، خو د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله یې پرمختګ ډېر ورو پاتې شو.
د ټاپي پروژه
د ټاپي د ګازو پایپ لاین موضوع هم د خبرو یوه مهمه برخه وه. دغه پایپ لاین چې له ۱۸۰۰ کیلومترو زیات اوږدوالی لري، تمه ده چې هر کال شاوخوا ۳۳ میلیارده مترمکعب طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي. د طالبانو حکومت مخکې ویلي چې افغانستان به له دې پروژې څخه هر کال تر ۴۰۰ میلیون ډالرو عاید ترلاسه کړي.
د افغانستان د برېښنا ستونزه
افغانستان د تېرو کلونو په اوږدو کې د برېښما له سخت کمښت سره مخامخ دی او شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان، تاجیکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي. د ۲۰۲۳م کال په ژمي کې د اوزبکستان د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو له امله په کابل او څو نورو ولایتونو کې د برېښنا د کموالي لوی کړکېچ رامنځته شو.
سیاسي او اقتصادي اهمیت
د سیمې د لویو پروژو لکه «ټاپ ۵۰۰» او «ټاپي» اهمیت یوازې اقتصادي نه دی، بلکې د افغانستان لپاره سیاسي او دیپلوماتیک اړخ هم لري. طالبان هڅه کوي د منځنۍ آسیا هېوادونو همکاري جلب کړي او د افغانستان دریځ د انرژۍ د ترانزیتي دهلېز په توګه پیاوړی کړي.