تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د افغانستان برښنا شرکت رییس له نړیوال بانک، اروپایي اتحادیې او یو شمېر هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ناتمامو برېښنايي پروژو چارې بشپړې کړي او ټینګار یې وکړ چې برېښنا انساني اړتیا ده او باید د سیاست وسیله و نه ګرځول شي.
د افغانستان د برېښنا شرکت رئییس «عبدالباري عمر» په کابل کې یوې غونډه ته وویل چې ډېرې برېښنايي پروژې، چې د تېر حکومت پر مهال یې نړیوال بانک او اروپایي اتحادیې ملاتړ کاوه، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نیمګړې پاتې شوې دي.
هغه له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو وغوښتل چې د سیاسي چلند پر ځای د افغان ولس د بشري اړتیاوو له مخې دې پروژې بشپړې کړي.
عبدالباري عمر زیاته کړه: «افغانان د نړۍ د نفوس یوه برخه دي او پر همدې اساس باید د ټولو نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له هغوی سره سمه اړیکه ونیول شي.»
افغانستان اوس هم ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجیکستان او ایران څخه واردوي، چې دغه اتکا د انرژۍ د دوامدار کمښت او اوږدو پرچاویو سبب کېږي، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې.
راپورونه ښيي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه خلک لا هم برېښنا ته لاسرسی نه لري او د طالبانو حکومت هر کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا د اخیستلو لپاره له ۲۲۰ تر ۲۸۰ میلیون ډالرو پورې مصرف کوي.
د افغانستان د برېښنا پروژې له څو لسیزو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ پیل شوې وې. لکه د «ټاپ ۵۰۰» او «ټاپي» پروژې چې د برېښنا او ګازو د لېږد لپاره د سیمې هېوادونو ته طرحه شوې وې، خو ناامني او سیاسي کړکېچ د دغو طرحو په پلي کېدو کې خنډ شوي دي.
د جمهوریت په مهال جګړو او ناامنیو د برېښنا په شمول د اکثرو پروژو د اجرا مخه نیولې وه خو اوس چې امنیت شته، د طالبانو عجیب و غریبې پالیسۍ سبب شوي چې دنیاوال افغانستان ته شا واړوي.
د برېښنا کمښت او د انرژۍ پر وارداتو تکیه د افغانستان یو له سترو اقتصادي او انساني ننګونو څخه ګڼل کېږي، او د دغو پروژو بشپړېدا کولای شي د برېښنا پرچاوي کمه او د میلیونونو خلکو ژوند ښه کړي.