جمعه, اپریل 26, 2024
Home+مظاهره/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

مظاهره/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

د پارک دباندې خلکو شعارونه ورکول، یو نیم ځل به یې غږ دومره جګ شو چې د پارک دننه به بې واکه د خلکو غاړې د غږ خواته کږې شوې. خو د پارک په برسر کې عزت الله پرچوبي چوکۍ داسې ناست و لکه پر همدې چوکۍ ټک وهلی میخ. ده مخامخ سپینې دنګې مجسمې ته دوې سترګې نیولې وې.

د مجسمې پښو ته ګیډۍ ګیډۍ ګلان پراته وو. د مجسمې له شا باغوان راتیر شو. له رنګه چکی ښکاریده. تیره یکشنبې چې عزت الله دلته راغلی و یوه افغان باغواني کوله په موبایل یې زنګ ورته وواهه:

– چیرته یې ګل احمد خانه پارک ته راغلی یم؟

-نن وایي له پارک سره مظاهره ده زه یې رخصت کړی یم

-د څه شي مظاهره ده

-د مهاجرو پر ضد ده

عزت الله له چوکۍ سره څنګ ته ګل ته لاس وراوږد کړ:

– زما ( کیس) معلوم نه دی چې را ګډوډ یې نه کړي

-که څوک غیرقانوني کار ونه کړي نه یې ردوي

عزت الله اخ کړل. ګل احمد پرې غږ کړ:

-څه درباندې وشو

-ازغی ژوبل کړم

-ته هم له ازغي ډاریږي زه که ګوتې درښکاره کړم ټولې سورۍ سورۍ دي دعا کوه چې سبا هم مظاهره وي نن داسې ښه بیغمه یم که نه وه بیا به سبا له خیره سره کیسې وکړو.

د مظاهره چیانو غږ جګ شو، بیرته غلی شو. عزت اله موبایل جیب ته کړ. غاښونه یې د مجسمې پر چوتره د جارو له تیریدو سره وبریښیدل. باغوان پاڼې سره ټولې کړې، خځلي یې په پلاستیکي کڅوړه کې تخته کړې د باغ د دروازې خواته روان شو.

عزت الله لاسونه سره تیربیر له ټټر سره ونیول، وریځي یې سره وروستې له لاندې تر پورته یې پر شاوخوا اووه متره لوړې سپینې مسجمې نظر تیر کړ د چوکۍ پښو ته یې پراته کاڼي ته لاس کړ مجسمه یې پرې وویشته، کاڼی راغبرګ شو سر یې ټیټ کړ نژدې بیرته خپله پرې لګیدلی و، بهر د مظاهره چیانو نارې جګې شوې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب