دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهذبيح الله مجاهد نن په ارګ کې خپله دنده پيل کړه

ذبيح الله مجاهد نن په ارګ کې خپله دنده پيل کړه

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وایي، چې نن یې رسماً د طالبانو د مرکزي ویاند په توګه په ارګ ماڼۍ کې خپله دنده پيل او درې تنه د خپلو مرستيالانو په توګه معرفي کړل.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې مفتي انعام الله حبیبي سمنګاني، مولوي احمدالله وثيق او مولوي اسدالله (بلال کريمي) یې د خپلو مرستیالانو په توګه نن په ارګ په ماڼۍ کې خپلو همکارانو او پرسونل ته ور معرفي کړل.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، نور به د ذبیح الله مجاهد تر څنګ د هغه درېګوني مرستيالان هم په رسمي ډول د دوی د اسلامي امارت له دريځ او موقف څخه استازيتوب کوي.

د طالبانو د سرپرستې کابینې د اعلان پرمهال د دوی مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال په توګه اعلان شوی و.

هغه تر اوسه له یاد شوي وزارت څخه خپلې چارې سمبالولې.

معلومه نه ده، چې له دې وروسته به د وزارت د مرستیالۍ دنده هم مخته وړي او که به یوازې په ارګ کې د طالبانو مطبوعاتي چارې رهبري کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب