شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو ستونزې او پاڅونونه

د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو ستونزې او پاڅونونه

۲۷ مه برخه
استاد شهسوار سنګروال
کله چې افغانان د نړۍ په دغه سيمه کې ودان شوي دي نو د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې له راز راز ستونزو سره مخامخ شوي هم دي.
د بېلابېلو تاريخي لاسوندونو له مخې د افغانانو تاريخي شتون له آمونه تر اټکه، له کرمانه تر ملتانه، له هراته تر کشميره او له چترال نه را واخله تر عرب سمندرګي پورې رسېږي.
موږ نه غواړو چې د افغانانو د شتون په اړه چې لومړی چېرته استوګن وه اوږدې خبرې وکړو. يا خبره دومره اوږده کړو، چې له تاريخ نه د مخه پېر کې د افغانانو په نوم ياد پښتون، پختون او پکتون په نومونو وګړي چېرته اوسېدل؟ يا هغو لرغونو متونو ته سترګې ښکاره کړو چې له مخزېږدي پېر نه د مخه يا وروسته افغانان چېرته ودان ول؟
دلته يوازې دومره غواړو چې دخپلوتېروڅرګندونويوه لنډجاج واخلواوخبره د تاريخ پلار هېرودت (۴۸۶ – ۴۲۶ مخزېږدي) نه پيل کړوچې پښتانه يي د پختويس (پکتويس) په بڼه ذکر کړي دي.
جورج کريرسن د ريګوېدا «پکتاس» د پښتون له کلمې سره پرتله کوي.
«شپرنګ لن» د نقش روستم د ساساني لومړي شاهپور د مهال په کتيبه کښل شوی ابګان = اوګان اوسنی افغان ګڼي.
جورج مارګنسټرن او جورج ګريرسن هم د «وراهه ميهيرا» «اوګانه» لفظ له افغان نوم سره يو شی ګڼي.
آلماني تاريخپوه «ديوستي» د افغان کلمه اوستايي بولي او د زړور او لاسنيوونکي مانا ورکوي.
مستر بېلو ډاګيزه کړېده چې د افغان نوم اول «اغوان» وه بيا «اوغان» شو. په پای کې افغان شوی دی.
نوم ورکي جغرافيه پوه په (حدودالعالم) ګټور اثر کې (۳۷۲ هـ) کښلي دي د سول په يوه ودان غره کې (سول = شمل) يو کلي دی چې افغانان پکې ودان دي.
دا خو سمه ده چې تاريخپوهانو افغانان د پښتنو مترادف ګڼلي دي خو دا هم ښکاره ده چې د افغانانو په هېواد کې چې کوم نور قومونه استوګن شوي دي هغه هم افغانان ګنل شوي دي.
سيفي هروي، محمود کتبي (تاريخ آل مظفر)، مير خواند برهان الدين (روضة الصفا)([1]) او سمر قندي عبدالرزاق د څوارلسمې ميلادي پېړۍ په شاوخوا کې د افغانستان ترکان او مغل او نور مېشت قومونه په وار وار «افغانی…» ياد کړی دی. د هرات د تاريخنامې ليکوال سيفي هروي (تاليف ۷۱۸ – ۷۲۱ هـ) د افغانستان اوسېدونکي له پښتنو پرته هم افغانان بللي دي. ان دا چې کردان يې هم د افغانانو په نوم ياد کړي دي.
«البېروني هم د لومړي ځل لپاره د سيند شاوخوا سيمو کې مېشت وګړي افغانان ياد کړي دي. د بريتانيا په اسلامي دايرة المعارف کې British – Enclopedia د غزني شاوخوا اوسېدونکي تر کورمې پورې افغانان بللي دي. فردوسي او «ابن بطوطه» (سفرنامه) هم د افغانانو يادونه کړې ده.»([2])
«يوه نامتو تاريخپوه برون Brown چې د ايران په تاريخ کې اوږدې څېړنې کړې دي کښلي چې د غور واکمن تبر د فېروز کوه د غره اوسېدونکي افغانان دي.»
ملسن، مارسدن Maraden و تامسن Tamsun بېلواو په لسګونو نورو تاريخپوهانو د افغانانو د واک او ځواک په اړه له غورستان نه را واخله تر کردستان، له ايران نه نيولې تر هندوستانه پورې اوږدې څرګندونې کړې دي.
«تاريخپوه عتبي (۴۲۷ هـ مړ) ويلي دي چې سلطان محمود د هغو افغاني طايفو د ټکولو لپاره ووت…»([3])
که د خپلو خبرو لمن د نامتو تاريخپوه «بېلو» په دغو څرګندونو راټوله کړو چې:
«پختون (پښتون = پکتون = پختون) دا هماغه وګړي دي چې هيرودت يې دوه نيم زره کاله پخوا يادونه کړې ده.»([4])
نو اوس دې پايلې ته رسېږو، افغانانو چې له مغلو نه را واخله تر صفويانو او بيا تر شيبانيانو پورې کومې ستونزې ګاللې دي په لنډه توګه يادونه کوو:
۱- کله چې چنګېز په ۶۱۷ هـ (۱۲۲۰ ز) کال له جيحونه را پورېووت بلخ يې لاندې کړ او بيا يې په هرات بريد وکړ د هرات حکمران «ملک امين» يې کلابند کړ او بيا يې تر پوشنجه پورې خلک له تېغه تېر کړل.
چنګېز له بلخ نه نيولې تر مروې، له هرات نه بيا تر غوره (۶۱۸ – ۱۲۲۱ ز کال) همدا راز جوزجان، اندخوی، له فارياب نه تر تالقانو پورې، باميان، پروان ان تر سينده پورې په لکونو افغانان ووژل.
د چنګېز سپه سالار «نوين تربي ۶۲۱ هـ» د افغانستان له پولو پورې غاړې تر ملتانه (که څه هم په ملتان کې افغانان اوسېدل) پورې پرمختګ وکړ.
يو شمېر افغانانو د چنګېز د بريدونو او خونړيو تېريو په وړاندې ځای ځای پاڅونونه هم وکړل چې موږ پروان او باميان د بېلګې په توګه يادوو.
۲- د چنګېزيانو د واک او ځواک په مهال بيا هم يو شمېر سيمه ييزو واکمنو افغانانو خپله سيمه ييزه واکمني ساتلې وه.
ملک شهينشاه هغه ستر افغان وه چې د هېواد ډېرې سيمې په واک کې وې او د هېواد پلازمېنه يې «مستنګ» ښار وه او د اوسنۍ کوېټې شاوخوا ټولې سيمې هم په ولکه کې وې.له ده نه وروسته ملک بهرام شاه، ملک ميرانشاه، ملک تاج الدين، حسام الدين زوال (زابل يا جاول)، سندان افغان، احمد توری او په ګڼ شمېر کې نور سيمه ييز واکمنان يادولی شو.
۲- د شمس الدين کرت په زمانه کې هم د (هلاکو نه وروسته) د لومړي ځل لپاره نوموړي په ۶۴۹ هـ (۱۲۵۲ ز) کال د پښتنو د ځپلو لپاره يې له هرات نه را واخله تر فراه او سيستانه پورې مټې را بډ وهلې د يوې مياشتې په شاوخوا کې په افغانانو خونړي بريدونه وکړل ولې بيا هم د ده په وړاندې پاڅونونه وشول. په پای کې اړ شو چې يو پلاوی ملک شهينشاه او د هغه زوی ملک بهرام شاه ته ولېږي.
کلک ميرانشاه دغه شل کسيزه پلاوي ته وويل چې زموږ پلرونو او نيکونو تر هندوستانه پورې حکومت حکړی دی. تر اوسه يې چاته خراج ندی ورکړی ان چنګېز ته هم. ولې دا چې اورېدلي مو دي شمس الدين کرت يو ښه مسلمان دی موږ حاضر يو له ده سره ښې اړيکي ولرو.
۴- د تېمور د واک په مهال هم افغانانو د سر او مال ډېر زيانونه وګالل. کله چې نوموړي په هرات او بادغيس کې د خپلې ټولوژنې له مخې په زرګونو افغانان تر خاورو لاندې کړل او بيا د هند په لور رهي شو. په لاره کې چې کوم د افغانانو ښارګوټي ودان وه يو د بل پسې وران او افغانان يې له تېغه تېر کړل.
هغسې خو تېمور له عثماني ترکيې نيولې تر اصفهانه، له مسکو نه را واخله د چين تر پولو او له افغانستانه تر هندوستانه پورې په لکونو انسانان ووژل. خو افغان وژنه د پام وړ ځکه ده چې له يوې خوا د تېمور په لښکرو کې افغان جنګيالي د تېمور د واک او ځواک د پراختيا او پرمختيا لپاره جنګېدل او له بلې خوا پخپله د ګڼ شمېر افغانانو په وينو د تېموريانو لاسونه سره شول.
که څه هم دغه بدمرغي له تګيانو را واخله تر کرتانو، ګورګانيانو او ان تر بابريانو پورې روانه وه چې يو شمېر افغاني جنګيالي د دوی په لښکرو کې له خپلو ياغي افغان تربورانو سره په جګړه کې ښکېل ول. د ساري په توګه لکه چې د مخه ورته هم اشاره وشوه ملک شمس الدين کرت په ۶۴۸ هـ کال له هرات نه د مستونګ د نيولو لپاره روان شو دېر پښتانه ورسره ملګري ول. دا هغه مهال دی چې په پنځمه، شپږمه او اومه هـ پېړۍ کې د اوسني افغانستان ډېره سيمه له بادغيس نه تر غور ان د هرات ځنې برخې، له هلمنده را واخله د افغانستان جنوب او جنوب ختيځې سيمې د افغانستان په نوم يادېدې.
که څه هم له دې نه د مخه لا شيخ حميد لودي د ملتان حکمران وه.
«په شپږمه او اومه هجري پېړۍ کې يوه ښايسته لويه سيمه د افغانستان په نامه ياده شوې ده.»([5])
د افغان جنګياليو په اړه عبد الجبار عتبي (۴۲۷ هـ کې مړ) هم د افغانستان په شمال کې د ځنو پېښو په تړاو د پښتنو يادونه داسې کوي:
«سلطان محمود د ايلک خان په وړاندې چې له پنځوس زره ځواکونو سره د امو (جيحون) نه طخيرستان (تخارستان) ته را پورې وتل د جګړې تابيه وکړه او د ترک، خلج، هندو او افغاني قومونو په مټ د بلخ په لور روان شو.»([6])
هغه افغانان چې به د زورواکو په چوپړ کې نه وه نو بيا به وژل کېدل او يا به له خپل پلرني ټاټوبي نه کډې کولو ته اړ اېستل کېدل. خو د افغانانو دريمه ډله وګړي داسې هم ول چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې سيمه ييزې واکمنۍ جوړې کړې وې لکه له مروې را واخله تر غورستان سوري ټبر، د هرات له ختيځو برخو را نيولې تر کوېټې او غزني پورې او همدا راز د ملتان لوديان د بېلګې په توګه يادولی شو.
کله کله همدغه سيمه ييزې واکمنۍ ټولواکمنۍ ته هم رسېدلې دي چې له اېرانه تر هندوستانه واک چلولی دی.
د تاريخ په دغه پړاو کې چې له چنګېز نه را واخله تر ګورګانيانو پورې رسېږي او په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره واکمن ګورګاني ټبر چې د يوې پېړۍ نه په زياته موده کې واکمن ول. (۱۳۸۰ – ۱۵۰۶ ز کلونه) دا هغه مهال دی چې قسطنطنه (۱۴۵۳ ز) د عثمانيانو لخوا ونيول شوه په اېټاليا کې رنساس وزېږېد او د بيزانس د ټولواکمنۍ پوهانو او هنرمندانو اروپا ته مخه کړه.
افغانستان هم په دغه وخت کې له عثماني ترکيې نيولې تر چين او هندوستانه پورې د يوه غوره جغرافيوي جوړښت څښتن وه چې سوداګريز توکې به له ختيځ نه لوېديخ او له لوېديځ نه ختيځ ته له همدغې لارې نه لېږدېدل.
که څه هم افغانستان د مغلو د بريد په مهال (۱۳ بېړۍ) ډېرې ستونزې وګاللې ولې د ګورګانيانو د ځنو واکمنو په مهال افغانستان د مينځنۍ اسيا د کلتوري ودې او پرمختګ دب دبه خوندي کړه .
 له (۱۶) پېړۍ وروسته کله چې د افغانستان په شمال کې شيبانيان او په لوېديځ کې د ايران صفويان ورورو ځواکمن شول. افغانستان تر دغه مهاله څو وارې، هر اړخيزه وده وکړه او څو وارې تېره دب دبه له خاورو سره خاورې شوه.
زموږ هېواد تر (۱۲) دولسمې پېړۍ پورې په ځانګړي ډول د غزنويانو او غوريانو په مهال د نړۍ د مشهورو هېوادونو په کتار کې درېدلی وه.
د چنګېز په بريدونو سره په کنډواله بدل شو. وروسته بيا وغوړېد او په ځانګړي ډول د ګورګاني شاه رخ په مهال چې د ماوراءالنهر، ايران او هندوستان شاعران، پوهان او هنرمندان افغانستان ته راغلل او بيا په هرات کې ودان شول.
ولې کله چې د هېواد په شمال کې شيباني دولت په ماوراءالنهر (۱۵۰۰ ز کال) کې مينځته راغۍ او د افغانستان په لوېديځ کې د ايران د صفوي دولت (۱۵۰۲ ز کال) بنسټ کېښودل شو افغانستان يو ځل بيا د کړاوونو په سمندر کې لاهو شو. دريمه خبره دا چې د افغانستان په جنوب ختيځ هند کې بل مهم لامل داوه،چې دافغانانوواک اوځواک تر ګواښ لاندې شو…
له ېوې خوا په افغانستان کې د يوه باثباته مرکزي حکومت نه شتون او لا کله چې په ۱۵۰۵ ز کال سلطان حسين بايقرا ومړ او له بلې خوا د هېواد په شمال او لوېديځ کې د دوه پياوړو دولتونو مينځته راتګ… دا ټول هغه څه وه چې د افغانستان غميزه يې د هوتکيانو تر پاڅون پورې اوږده کړه.
[1] – (روضة الصفا)
[2] – سنګروال شهسوار د تاريخي جغرافيې څرنګوالی ۴۳۰ مخ.
[3] – عتبي تاریخ يمني د غزنويانو د مهال تاريخپوه (۴۲۷ هـ کال مړ)
[4] – بېلو هنري د افغانستان د قوم پېژندنې مطالعه ۱۹۸ – ۲۰۴ مخونه.
[5] – حبيبي پوهان تږي پښتانه ۱۰۷ مخ.
[6] – عتبي عبدالجبار تاريخ يمني ۲۸۵ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب