شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: ننګرهار کې ۵۰ داعشیان راته تسلیم شوي

طالبان: ننګرهار کې ۵۰ داعشیان راته تسلیم شوي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئیس ډاکټر بشر وایي، چې د سیمې د قومي مشرانو په منځګړتوب ورته د داعش ډلې ۵۰ جنګیالي تسلیم شوي دي.

د هغه په وینا، یاد شوي وسله وال د هسکې مېنې او کوز کونړ ولسوالیو اړوند وو.

سرچینې ویلي، چې دمګړۍ طالبانو دا وسله وال په مشروط ډول بښلي او راتلونکي فعالیتونه به یې تر جدي څارنې لاندې وي.

پخپلو وسله والو فعالیتونو پښېماني او بښنه غوښتل، له هر ډول پوځي وسایلو او وسایطو څخه نه استفاده او د ارتباطي وسایلو نه لرل پر دغو وسله والو د طالبانو ایښودل شوي شرطونه دي.

طالبانو د ور تسلیم شویو وسله والو د هویت او فعالیتونو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

داعش ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې له ننګرهار څخه پر طالبانو د داعش ډلې د بریدونو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي.

ننګرهار د داعش ډلې د فعالیتونو عمده مرکز ګڼل کېږي، خو طالبان وايي چې ياده ډله په افغانستان کې ثابت مرکزونه او پوځي ځواک نه لري.

په وروستيو کې د يادې ډلې فعالیتونه نورو ولايتونو ته هم غځيدلي.

داعش ډلې تېره مياشت په کندهار او کندوز ولايتونو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو د ځانمرګو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی.

پرون له ارزګان ولايت څخه په خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، چې داعش ډلې په دې ولايت کې خپل بيرغونه پورته کړي او خلکو ته يې د مياشتې په ۳۰ زره افغانيو له دوی سره د یو ځای کیدو بلنه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب