شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاد څښاک د اوبو خوند مو یو پر دوه کړئ

د څښاک د اوبو خوند مو یو پر دوه کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نوښت مو په ژوند کې بدلون راولي او د ژوند کولو بېلابېلې لارې چارې در زده کوي.

بادرنګ

بادرنګ نه یوازې دا چې بدن مرطوب ساتي، بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري. دغه ګټې هغه وخت یوه پر څو برابره شي چې له اوبو سره ګډ شي. د بادرنګو ټوټې نه یوازې دا چې اوبو ته ځانګړی خوند ورکوي، بلکې اوبه په مېکروب  ضد موادو بدلوي.

نعنا

نعنا چې د انټي اکسیدان تر ټولو غني سرچینه ده، اشتها پیاوړې کوي او د معدې درد له منځه وړي. که د نعنا څو پاڼې د څښلو له اوبو سره ګډې شي، اوبو د خوند پر ښه کولو سربېره د بدن دفاعي سيسټم هم پیاوړی کوي.

زنجبیل

دغه توند درمل او ګیاه د هاضمې سيسټم د درملنې لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. د تازه زنجبیل دوه یا درې ټوټې د څښلو د اوبو یوه جګ ته ور واچوئ او له څښلو یې خوند واخلئ. د زنجبیل خوند لرونکې اوبه نه یوازې د هاضمې سيسټم پیاوړی کوي، بلکې په بدن کې د غذایي موادو په جذب کې هم مرسته کوي. د زنجبیل بله ځانګړنه دا ده چې په وینه کې د غذایي موادو جذبېدو ته لاره هواروي او د هډوکو دردونه له منځه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب