شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحبیبي: د ملي دسترخوان لسګونه میلیونه ډالره پاتې دي، بېوزلو ته یې...

حبیبي: د ملي دسترخوان لسګونه میلیونه ډالره پاتې دي، بېوزلو ته یې ووېشئ

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) ‏د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کلیو او پراختیا وزارت د برنامو مرستیال پوپل حبیبي له طالبانو غوښتي، چې د نړیوال بانک له لوري د ملي دسترخوان د تمویلیدونکي پروګرام لسګونه میلیونه ډالره پاتې پیسې په تدبیر سره ترلاسه او د بېوزلۍ د مقابلې لپاره ووېشي.
نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې په کابل کې د ولږې له لاسه د ۸ ماشومانو مرګ ټکان ورکونکی دی او که طالبان دا وضعیت همداسې وساتي دا شمیره به ډیر زر له تصور څخه پورته شي.
حبیبي زیاتوي: د ملي دسترخوان پروګرام چې د نړیوال بانک له لوري تمویل کیده د یوې مرحلې لپاره ورته شا او خوا ۱۴۲ میلیونه ډالر په نظر کې نیول شوي وو.
د هغه پهوینا، له دې جملې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالر د دکلیوبیارغوونېاوپراختیا وزات تر پوښښ لاندې ساحو لپاره د افغانستان بانک ته انتقال شوي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد وزارت له دې پیسو څخه یواځې ۱۸ میلیونه ډالر توضیع کړي۷۳ میلیونه ډالر افغانستان بانک په کلیرنګ اکاونت او ۹ میلیونه ډالر د شورا ګانو په اکاونټ کې پراته دي.
دا پخوانی مقام وړاندوینه کوي، چې ممکن د ښاروالیو او سیمه ییزو ارګانونو په اکونټونو کې هم په همدې ډول پیسې پاتې وي.
پوپل حبیبي وایي: نړیوال بانک په اړمنو کسانو د دې پیسو په ویش کې هيڅ ستونزه نلري، هغوی تاکید کوي چې دا د افغانستان د خلکو پیسې دي باید ورکړل شي او د وېش اسناد یې د توافق شوي میکانیزم پر اساس دوی سره شریک شي.
د کلیو او پراختیا وزارت دا پخوانی مرستیال له طالبانو غواړي، چې په هر ممکنه لاره د یو داسې ناورین مخه ونیسي چې د اکثرو افغانانو په دروازه کې ولاړ دی.
هغه چې خپل موقعیت یې نه دی ښودلی او ممکن له هېواده بهر وي زیاتوي: که اړتیا شوه حاضر یم چې له کوم امتیاز پرته په دې برخه کې د نړیوال بانک او طالبانو منځګړتوب وکړم تر څو د یو شمېر کورنیو ژوند وژغورل شي.

2 COMMENTS

  1. د ښاغلي حبیبي د هېوادپالنې دا احساس د قدر وړ دی. هیله ده د اسلامي امارت مسئولین چټکه پاملرنه ورته وکړي تر څو په دې بدو اقتصادی شرایطو کې د اړو خلکو لپاره هر اړخیزه ګټه ترېنه واخستل شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب