شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د پټو هوکړو له مخې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې...

خلیلزاد: د پټو هوکړو له مخې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې موږ ته مسوول دي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) ‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې د دوحې د سولې تړون د ځینو پټو هوکړو له مخې طالبان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې امریکا متحده ایالاتو ته مسوول دي.

هغه په ډاګه نه کړه، چې دا پټې هوکړې څه ډول دي او طالبانو ته پکې په کوم ډول د کومو امتیازاتو په مقابل کې مسوولیتونه ورکړل شوي؟

خلیلزاد له سي بي ایس ټلویزون سره په پرونۍ بشپړه خپره شوې مرکه کې دا څرګندونې کړي.

دا له دندې څخه د خلیلزاد له استعفا څخه وروسته، د زلمي خلیلزاد لومړنۍ مرکه وه.

په دې مرکه کې خلیلزاد په کنایوي ډول د خپل استعفا دلیل د اوسني ولسمشر جوبایډن له ادارې سره خپل نظریاتي اختلافات وګڼل.

د ده په وینا، طالبانو سره د دوحې تړون عملي کیدل د زمان او مکان له شرایطو سره مشروط شوی و.

خلیلزاد دا خبره ظاهراً د ولسمشر بایډن هغې خبرې ته ځواب و، چې ویلي و: د ولسمشر ټرمپ له ادارې څخه یو تاریخ داره تړون له طالبانو سره را پاتې و، چې باید عملي شوی و.

بایډن په دې خبره ځان له دې مسوولیته غوښته، خلاص کړي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتو پریکړه او هوکړه مخکیني ولسمشر کړې وه.

خو خلیلزاد، چې د ټرمپ نیږدې سړی و، له تازه مرکې سره ټینګار وکړ، چې دوی د سرتېرو د ویستو په ګډون د دوحې تړون د عملي کیدو لپاره د شرایطو ارزونه شرط کړې وه.

زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې دا هم ومنله، چې متحده ایالات په افغانستان کې د یوه دیموکرات نظام د پښو په مظبوطولو کې ناکام شو ، ځکه خو طالبان پياوړي شول، ورځ تربلې یې پرمختګ وکړ او بالآخره واک ته ورسیدل.

هغه بې واکه شوی افغان ولسمشر اشرف غني، چې خلیلزاد سره یې له پخوا نه اړیکې ترینګلې وې، د سولې نقشې د ناکامۍ عامل وباله.

د دې ترڅنګ د خلیلزاد ټینګار دا و، چې د متحده ایالاتو حکومت باید د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده نه کړي، ځکه د افغانستان اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی او که دا پانګه پریښودل شي، د کورنۍ جګړې د احتمال له پياوړتیا سره مرسته کولای شي.

دا پخوانی امریکایي استازی ردوي، چې طالبانو تېر ویستی او د دوحې تړون یې پرې په بېړه لاسلیک کړی.

د ده په وینا، طالبانو قانع کړی چې له القاعدې ډلې سره به مرسته نه کوي او د امریکا خلاف هڅو کې به نه شریکیږي.

له دې سره خوا، کې نوموړی د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو خبر هم ورکوي او وایي، چې د طالبانو ځينې سخت دریځه ډلې لکه: حقاني شبکه لا هم له القاعدې سره اړیکې لري او دوی باید د دې اړیکو ختمولو ته مجبور شي.

نوموړي د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري په اړه ویلي، چې د افغانستان په شاوخوا یا د همدغه هېواد په سرحدي سیمو کې به وي، چې طالبان نه باید مرسته او همکاري ورسره وکړي.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان تاریخ د هغو دردونکو پیښو او او ناورینونو نه ډک دی چی د افغانستان ولس يی د تاریخ په اوږدو کی دراز راز ازمیښتونو او کړاونو سره مخامخ کړی او لا همدا لړۍ روانه ده.

    د خلیلزاد کرغیړنه څیره هم یوه هغه د مکارانو او دسیسه کارانو څخه ده چی د افغانانو په کړاونو کی لوی لاس لری او غوښتل يی چی ځانته د مډالونو د اخستلو په بدل کی او د یو وفادار پردی نوکر په حیث د افغانانو په سر لوبی وکړی او ددې در په دره ولس د بدبختیو او کړاونو نه خوند او مزی واخلی

    خو یو پښتو متل دی چی له ازاره چا بازار موندلی نه دی. او همداسی وشوه او د خلیلزاد هغه امیدونه چی په غاړه به يی دافغانانو دکړاونونو په بدل کی د سرو زرو مډالونه رازوړند وی د خاورو سره خاوری شو.

    خلیلزاد اوس غواړی چی د خپلو ناکامو دسیسو او چالونو پړه هم په نورو واچوی او په خاص ډول د پخوانی ولسمشر اشرف غنی په شخصیت باندی په ډیره بی شرمۍ حملی کوی. ولی اوس هغه وخت نه دی چی خلک د اتیانو په غوږونو کی پراته او یا ددې مکار او دسیسه کار په مداریتوب تیروځی.

    همدا راز هغه وخت لری نه دی چی د تالبانو پټی دسیسی او پریکړی د امریکا او پاکستان سره به را بیرته شی او ددوۍ د نا مسلمانۍ څخه به هغه جعلی پرده پورته کړی چی د افغانستان په اسلام مین ولس ورباندی په کلونو کلونو تیروتلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب