سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهفدايي: طالبانو پکتيا کې د ملي امنيت ۶ مخکيني منسوبین وژلي

فدايي: طالبانو پکتيا کې د ملي امنيت ۶ مخکيني منسوبین وژلي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) ‏د پکتيا پخوانی والي محمد حليم فدايي وايي، چې طالبانو نن په دې ولايت کې د جمهوري نظام د ملي امنيت ۶ منسوبین وژلي.

هغه دا خبره پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې ده.

فدايي د يوه وژل شوي استخباراتي افسر عکس هم خپور کړی او لیکلي یې دي:(( لومړی څارن امر عزت خان د پولیسو له ۴کلنۍ اکاډمۍ فارغ او د پکتیا ولایت د لومړۍ حوزې امر وو.۴ ځله د طالبانو البانو استخباراتو ریاست توقیف کړی وو.په اخرې ځل چې یې ور غوښتی وو،۲ طالبان ورسره او د استخباراتو له ودانۍ څخه یې وړیدی او د چوڼۍ دغره سیمه کې یې نن ورځ له ۶ ملګرو سره شهیدان کړی دي.))

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي څو ورځې مخکې وویل، چې طالبان د مخکيني نظام د امنيتي او قضايي منسوبینو په ګډون ټولو مخالفینو ته يې د عمومي بښنې په ژمنې ولاړ دي.

هغه په ورته وخت کې ويلي و، چې ځينې دا منسوبین ممکن خلکو سره د ناوړه چلند له کبله اوس د شخصي غچ اخيستو قرباني شوي وي.

له دې سره، طالبانو تر اوسه د ورته پېښو په تړاو د هیچا د نیولو کوم خبر نه دی ورکړی.

1 COMMENT

  1. ثابثه ته لا هم د افغانانو په وينه موړ نه يې دووسه، له لیکنې دې ځليږي چې نور دې عقل کې واښه دي نور هيڅ هم نه يي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب