Homeخبرونهد چین خارجه وزير به طالب پلاوي سره په قطر کې وويني

د چین خارجه وزير به طالب پلاوي سره په قطر کې وويني

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې وزیر یې وانګ يي نن په یوه سفر قطر ته ځي او هلته به نن او سبا د طالبانو له يوه پلاوي سره وويني.

چینایي چارواکو د دغه سفر او اجنډا په اړه يې نور جزییات نه دي ورکړي.

چين د پاکستان د تر ټولو نیږدې متحد په توګه، په سیمه کې د پاکستان تر څنګ د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

دغه هېواد د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، دوي سره ۳۱ ميليونه ډالره او يوه اندازه خوراکي او بشر دوستانه مرسته کړې ده.

چین طالبانو نه مشروط ملاتړ کړی او ویلي، چې د افغانستان په بيارغونه کې به برخه واخلي.

طالبانو د چینايي چارواکو د تازه اعلان په اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، چې د طالبانو د رئيس الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر هم د يوه پلاوي په ملتيا په دوحه کې دی او ممکن د چینايي پلاوي ليدنه همدغه طالب پلاوي سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...