یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبشري ناورين، اروپايي ټولنه يې په کابل کې د دفتر بيا پرانيستو...

بشري ناورين، اروپايي ټولنه يې په کابل کې د دفتر بيا پرانيستو ته مجبوره کړې ده

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) راپورونه وايي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت سره، اروپايي ټولنه له دغه وضعيت سره د مقابلې لپاره په نويو اقداماتو مجبوره کړې ده.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په دې لړ کې به ياده ټولنه راتلونکې مياشت په کابل کې خپل دفتر بیرته پرانیزي.

د دغه دفتر د پرانيستلو دليل دا ښودل شوی، چې اروپايي ټولنه به ترې طالبانو سره د تعامل لپاره ګټه واخلي.

د نړۍ د ټولو هېوادونو او سازمانونو په شان دا ټولنه هم طالبان په رسميت نه پيژني او د په رسميت پېژندلو لپاره يې د بشري، ښځينه او نورو حقونو او ټول ګډونه نظام جوړول ورته شرط کړي دي.

د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د اروپايي ټولنې د دغه ممکنه اقدام هرکلی کړی دی.

ويل شوي، چې د اروپايي ټولنې له دغه پرانيستل کيدونکې دفتر څخه به د ټولنې غړو هېوادونو ته هم د استفادې زمینه برابره شي.

د يادې ټولنې يو شمير غړي د طالبانو سرسخت مخالفین دي.

اروپايي ټولنه او نيږدې ټول نړيوال سازمانونه او بشرپاله بنسټونه په افغانستان کې د فقر او بشري ناورين له اوج ته رسېدلي وضعيت څخه انديښمن دي.

پرون د لوږې له کبله د کابل په لويديځ کې د يوې کورنۍ ۸ ماشومان مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب