Homeخبرونهد افغانستان په اړه د تهران غونډه، طالبان يې نه دي ورغوښتي

د افغانستان په اړه د تهران غونډه، طالبان يې نه دي ورغوښتي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) د ايران پلازمېنه تهران راتلونکې چارشنبه د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د يوې غونډې کوربه دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغې غونډې ته دوی نه دي بلل شوي.

ایران هم تراوسه نه دي ویلي چې طالبانو ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه استولی کنه خو مجاهد وویل، دا غونډه د افغانستان په ګټه ده.

ويل شوي، چې په تهران کې د چارشنبې ورځې په غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

 د چین د بهرنیوچارو وزیر به هم په آنلاین ډول په غونډه کې حاضر وي خو په غونډه کې د روسیې د ګډون په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

په ايران کې له طالبانو سره د اړيکو په اړه د دغه هېواد سیاستوال په خپل منځ کې اختلاف سره لري.

ځینو ايراني رسنيو او سياستوالو له طالبانو څخه د ايران مخکينی او تراوسه پورې دوام لرونکی ملاتړ یوه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼلې او دغه هېواد سره يې د طالبانو د مخکينۍ دښمنۍ يادونه کړې.

د طالبانو ملاتړي ايراني سياستوال بیا باور لري، چې طالبان د داعش ډلې له خطرونو څخه د سيمې د ساتلو په برخه کې ورته مرستندويه تماميږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...