سه شنبه, اګست 27, 2024
Homeخبرونهخونړی ژمی، ۲۲ ميليونه افغانان د خوراکي توکيو کمښت سره مخ کيږي

خونړی ژمی، ۲۲ ميليونه افغانان د خوراکي توکيو کمښت سره مخ کيږي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) د بشري او اقتصادي ناورين په اوج کې د افغانستان له را روان ژمي څخه د عامو افغانانو تر څنګ اړوند نړيوال سازمانونه هم انديښمن دي.
تازه د ملګروملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي به د ژمي له پیل سره سم د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ شي.
د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ژمي له پیل سره به، ۲۲،۸ میلیون افغانان د خوړو له سختې بې امنیتۍ سره مخامخ شي.
دې ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له مخکې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره لاس ګرېوان دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجراییه رییس دیوید بیسلي ویلي دي چې په راروان ژمي کې له افغانستان سره حیاتي مرستې ونه شي نو میلیونونه افغانان به اړ شي چې د مهاجرت او لوږې ترمنځ یو خوښ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ناورین شېبه په شېبه نژدې کېږي او که پر وخت اقدام ونه شي نو داسې یو ناوړه حالت به حتما پېښ شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو ورځنی کاروبار او اقتصادي فعالیت په ټپه درېدلې دي.
ويل شوي، چې تر ۱۸ ميليونه پورې افغانان د طالبانو د واکمنۍ له کبله بې کاره شوي، ۳۰ سلنه اقتصاد را غورځيدلی او د ۳ ميليونه ماشومانو ژوند ‌د لوږې له کبله شديد خطر سره مخ دی.
پرون د کابل په لويديځ کې د لوږې له کبله د يوې کورنۍ د ۸ ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو.
ګومان کېږي، چې دا ډول مړينې به نورې هم زیاتې شي او د طالبانو د منتقدینو په خبره مسوول به یې طالبان وي.
طالبانو بيا دا ډول نړيوالو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له نړیوالو يې غوښتي، چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب