شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیه په مزارشریف کې د خپلې کونسلګرۍ په بېرته پرانیستلو کار کوي

روسیه په مزارشریف کې د خپلې کونسلګرۍ په بېرته پرانیستلو کار کوي

تاند(دوشنبه، د عقرب۳مه)  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، روسیه په مزارشریف ښار کې د خپلې کونسلګرۍ په بېرته پرانیستلو کار کوي.

ضمیر کابلوف، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې دوهم مرستیال هم دی، نن په یوه انلاین کنفرانس کې د کونسلګرۍ د غیرفعالېدو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل «موږ په دې کار کوو، دا ډول کارونه هغه مهال کېږي چې کارکوونکي باید ووځي. رسماً په مزارشریف کې د روسیې کونسلګري پرانیستې ده خو موږ مجبوره وو چې په امنیتي دلایلو خپل کارکوونکي ورڅخه وباسو.»

کابلوف زیاته کړه، د کونسلګرۍ د کار بیا پیلېدا یوه تخنیکي مسله ده او اوس د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو ترمنځ په بېلابېلو څانګو کې د موافقې پروسه دوام لري.

ده یادونه وکړه «کونسلګرۍ ته د کارکوونکو د لېږلو لپاره پکار ده چې ټوله سیمه له هر اړخه وارزول شي، ورپسې به په دې پرېکړه وشي چې کله یا په کومه نېټه دوی کونسلګرۍ ته بېرته لاړ شي.»

د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي پخوا ویلي و چې د مزارشریف امنیتي وضعیت ثبات لري او دا امکان برابر دی چې د کونسلګرۍ د کارکوونکو په بېرته ورلېږلو غور وشي.

روسیه یو له څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت نه دی بند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب