یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار:د ولسي جرګې د غړي ورور او يو ديني عالم وژل شوي

ننګرهار:د ولسي جرګې د غړي ورور او يو ديني عالم وژل شوي

تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې، چې د طالبانو پر وړاندې د داعش د جګړې مهم مرکز ګڼل کېږي، هدفي وژنې په شدت سره دوام لري.

نن د دې ولايت له مرکز جلال اباد ښار څخه په يوه راپور کې ويل شوي، چې نامعلومو وسله والو د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې آمر وژلی.

ويل شوي، چې د پینځمې ناحیې آمر عفران الله مراد د دغه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په ډزو وواژه او له سیمې وتښتیدل.

 رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

غفران الله مراد د ولسي جرګې د پخواني غړي ابرارالله مراد او د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي اسرار الله مراد ورور و.

 د نوموړي د وژلو انګیزه نه ده معلومه او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.

په يوه بل خبر کې ویل شوي، چې د جلال اباد ښار په مقام خان سیمه کې د مفتي سعيد الله په نوم يو ديني عالم هم نن ناڅرګندو وسله والو وژلی دی.

د جلال اباد يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته وويل، چې په دې ولايت کې هره ورځ لسګونه کسان د مختلفو پېښو پر مهال وژل کيږي، خو رسنۍ او چارواکي يې نه رسنيز کوي.

د هغه په وينا په وژل شويو کسانو کې د طالبانو جنګيالي، داعش وسله وال، د‌ مخکيني نظام منسوبين، د تېر نظام ملاتړي قومي مشران او نور او همدا شان د سلفي مذهبي نظريې علما شامل دي.

راپورونه وايي، چې نن د جلال اباد ښار په قاسم اباد سيمه کې هم څو چاودنې شوي،خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب