سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهغني: افغان ملت ژوندی دی، هیڅوک یې یرغمل نه شي ساتلی

غني: افغان ملت ژوندی دی، هیڅوک یې یرغمل نه شي ساتلی

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان د برياليتوب له کبله ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي:(( ‏ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي!))

ښاغلي غني زیاته کړې:(( دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی!)).

د هغه اشاره پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ ته ده، چې له څه باندې دوه نېمو میاشتو راهیسې پر افغانستان پیل شوې ده.

د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د تېرې جمعې په ورځ په مشخص ډول پاکستان تورن کړ، چې د طالبانو په وسيله يې افغانستان اشغال کړی دی.

ويل شوي، چې ولسمشر غني تېره شپه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل ته زنګ وهلی او د کرکټ لوبې د ګټلو مبارکي یې ورکړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو عامو خلکو د اشرف غني پیغام او مبارکي بدرګه کړې او هم نظري يې ورسره ښودلې ده.

طالبان بيا ټينګار لري، چې دوی افغانستان له اشغال څخه خلاص کړی او اسلامي نظام یې پکې واکمن کړی.

دوی هم د کرکټ لوبډلې بریالیتوب ستایلی او مبارکي یې ورته ويلې، خو لوبډلې ته یې د سفر مالي امکانات نه دي ورکړي.

د‌ ياد شوي سفر مالي تمويل د لوبډلې کپتان نبي عیسی خیل پر غاړه اخيستی دی.

3 COMMENTS

  1. ولسمشر محمد اشرف غنی زمونږ د ټولو افغانانو څوک چی رښتینی افغان او د افغانستان په درد دردیږی دزړونو خبره کړی چی دا ولس هیڅوک یر غمال نه شی نیولی. پدی کی هیڅ شک نشته چی ژوند د لوړو ژورو او تودو سړو څخه ډک دی او ښايی زمونږ دولس ژوند لا تر نورو ډیر زیات کړاونه لیدلی وی

    خو انشاءالله زمونږ دولس او په خاص ډول د ځوان او راتلونکی نسلونو نه هیڅوک ددوۍ راتلونکی نه شی برمته کولی.

    نن که بی اسری یمه دا بی ننګی مه بوله

    خاوری که ایری یمه دا بی پتی مه بوله

    دلته تاریخونه شته مونږ قهرمانان لرو

    بیا که راژوندی نه شوم نور مو افغان مه بوله

  2. Afghanistan is a hostage, simply because :
    1. Has a political leader but no one seen or heard from Mullah Haibatullah
    2. Supposedly have a prime-minister but he has not spoken a word yet in public

  3. ای غدار ….اشک تمساح
    محب پوز خر
    فضلی کله سگ مزاری
    وحید عمر شینواری گل ببو
    حنیفک لنگ
    نادر نادری شیطانک
    پاینده موترک
    و به صد ها دانه شادی باز واسکتی ره دورت جمع کردی که دزدیدن و به پاکستان فروختن اینها همان خاینین هستن که هنوز هم پشت در سفارت پاکستان لگد مال و جان دادن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب