جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملي بیرغ، سرود او د نبي ژړا، افغان سياستوالو ګڼ غبرګونونه ښودلي

ملي بیرغ، سرود او د نبي ژړا، افغان سياستوالو ګڼ غبرګونونه ښودلي

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) په کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د تېرې شپې برياليتوب د افغانستان د سیاستوالو، مخکښو څېرو او عامو خلکو په يوه عمده بحث بدل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه تنو په دې سياليو کې له څو مياشتې ځنډ وروسته د افغانستان د ملي بیرغ او سرود را څرګنديدل او ورته د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان محمد نبي عیسی خیل اوښکې توييدل ډېر بحث کړي.

د ملي لوبډلې د تېرې شپې ډېر ځليدلي لوبغاړي محمد مجيب ويلي، چې د لوبې د ګټلو انرژي اصلا لوبغالي ته د راغلو افغانانو په لاس د ملي بیرغ راوړلو ورکړه.

دلته به د ځينو افغان سياسي څېرو غبرګونونه هم وړاندې کړو:

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب پر خپلې ټویټر پاڼې د تېرې شپې دې برياليتوب ته په اشارې ليکلي: هر ځای اوښکې بهيږي، دولتونه ځي راځي، سياستوال به دیکتې او بهرنيان به لاسوهنې کوي، خو زموږ ملت به ولاړ وي، د بيرغ او سرود بندول به مو موږ نور هم پياوړي کړي، اوس اتيايمه او نويمه لسيزه او ۲۰۰۱ نه ده!

‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ويلي د ملي لوبډلې د اتلانو ښکلې او په زړه پورې لوبه چې په نتیجه کې يې افغانستان ته عزت او خوشحالي ور وبخښله د ستاینې وړ بولي او دوی ته په ټولو راتلونکو لوبو کې د لا زیاتو بریاو هیله کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال جاويد لودين ليکلي: له ملي لوبډلې مننه، چې زموږ ګډ هويت، خوبونه او ان دردونه يې بدرګه کړل.

د افغانستان مشهور ليکوال عصمت قانع بيا ليکي:(( ‏اويا کلنو ، شپېته کلنو او اتيا کلنو سياسي رهبرانو په تېرو 43 کالو کې غمونه او دردونه راکړل خو نوي رازرغون شوي نسل نن په وږو خيټو او بې وسه چاپيريال کې دخوښۍ او خندا په موجونو بدرګه کړو

ځوانانو تاسو کولاى شئ تاسو هيواد پاللاى شئ او تاسو افغانستان عزت مند کولاى شئ

نو راپورته شئ!)).

د افغانستان د تېر جمهوري نظام يو مشهور ځوان جنرال سميع سادات لیکلي: د کرکټ ملي لوبډلې بریالیتوب وښوده، چې د افغانستان د نوي نسل وړتيا بې سارې ده، موږ نه به تېروتنې شوې وي، خو خپله ازادي به بیرته ترلاسه کوو!

د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال محسن داوړ بيا ويلي: په افغانستان کې يې د ملي بیرغ کارول منع کړي، ملت ترهګرو يرغمل کړی، خو افغان لوبغاړو بيا هم خپل بيرغ پورته او خپله سرلوړي ثابته کړه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ليکي:(( ‏د کریکټ ملي ټیم هیواد ته تل ویاړونه گټلي خو د نننۍ بریا یې خوند او ویاړ له تیرو هغو هم زیات او هم اوچت و. ټولو ته مبارک. افغانستان دې خدای آباد لري)).

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون مخکيني رئیس اسماعيل مياخېل بيا ليکلي:((‏هغه به کوم زړه وي چې ملي سرود او د نبي اوښکو ته یې سترګې ډکې نه شي؟ دا هېواد به تل ځليږي لکه لمر په شنه اسمان))

 د ټاکنو کمېسيون پخوانۍ رئيسې هوا علم نورستانۍ بيا ويلي: هیڅکله دومره احساساتي شوې نه وم، کله چې خپل هويت بايلئ، پوهيږئ چې دا تر ټولو غوره احساس دی.

تاسې درانه لوستونکي څه احساس او تبصره لرئ، په کمينټونو کې يې راته ولیکئ!

5 COMMENTS

  1. اوس یرغمل شوی افغانستان ډیر بد حولت کښي دو
    ځکه موخکی یرغمل کښی ډیره ازادی موچوده وه

    افغانستان دپاکستان لوخوا یرغمل شوی
    بیرغ، نشته
    میلی سرود نوشته
    هرڅه تباه دی

  2. افغان ملت همدی کمونیستانو ( خلق + پرچم ، ستمیان او شعلیان )، تنظیمونو او طالبانو غلامانو د تباهی کندی ته اچولۍ دی اوس حتی ددوی له برکته بی غیرته غلام پنجابی پاکستان د افغانستان کنترول تر لاسه کړۍ دی او قلمی خطرناکه کمونیستان او ستمیان د افغان جرمن پورتال کښی د افغانستان ځلانده تاریخ بدنامولو لپاره د محقیقینو او تاریخپوهو تر القابو لاندی علنی شروع کړی دی دوی غواړی چی د افغانستان ځلانده تاریخ تر پښو لاندی شی او د امریکا انګلیس یرغلونو پړه په شهید غازی محمد نادرشاه واچوی تر څو ددوی بادارانو ته دا خائین خدمت تر سره کړۍ شی او بادار ته ئی ثابته کړی چی افغان ملت تام جاهل او د حکومتداری نه استعداد لری او نه ددی توان ، ددوی لپاره غازی امان الله هیڅ اهمیت نه درلود او نه لری بلکه دوی یوازی د بادارانو د رضایت لپاره دا چتلی او درواغو داسی پرپړی شروع کړی دی اما دا چالاکه کمونیستان او ستمیان که هر څومره چرندیات د افغانستان ځلانده تاریخ باره کښی نوشته هم کړی بیا هم دوی پدی خائين پلان کامیابیدلای نشی او نه ددی له لاری افغان ملت کښی بی اتفاقی راوستلۍ شی!!!!

  3. تورو شپو کی لټوم د جانان لاری

    خپل منزل ته به رسیږم لا ژوندی یم

    هره ساه می خپل وطن لپاره اخلم

    ستا له خارو به جاریږم لا ژوندی یم

    دوحشت تیاری به څو پوری خوری وی

    ستا له غمه نن په زړه سوری وری یم

    ستا په اوښکو می دزړه وینی څڅیږی

    ستا په عشق کی لیوتې یم سپیلنې یم

  4. با خیلی تاسف گفته می توانیم که کشور عزیز امروز در بدترین بدبختی قرار دارد. گروه نامطلوب امروز به شکل اجبار علیه ملت رنجدیده ما دولت داری میکند، به پرچم ملی و سرود ملی ما احترام قایل نیستند، هر روز این ملت پررنج مورد تحقیر و بی آبی صورت میگرد در تمام مرزهای کشور، بالخصوص در شرق و غرب کشور، نه‌تنها در امور داخلی کشور ما مداخلت مستقیم می شود بلکه الآن کشور های همسایه نمایندگی از کشور ما میکند. و برای خوش ساختن بادار خود این گروه وحشی هر امری را انجام میدهد.

  5. Afghanistan is a hostage, simply because :
    1. Has a political leader but no one seen or heard from Mullah Haibatullah
    2. Supposedly have a prime-minister but he has not spoken a word yet in public

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب