جمعه, اپریل 19, 2024
Home+اسکر ته د بنګله دېش فلم

اسکر ته د بنګله دېش فلم

تاند- د بنګله دېش د اسکر (اسکار) کمېټې د (ریحانه) په نوم فلم د خپل هیواد په استازیتوب د اسکر د نړیوالو فلمونو سیالیو ته وړاندې کړی دی.

دا فلم عبدالله محمد سعید جوړ کړی دی.

ریحانه د پوهنتون د طب پوهنځي مرستیال استاده ده چې باید په خپل ژوند کې د یوې ښوونکې، ډاکترې، خور او مور رول ولوبوي او د کور او کار ترمنځ د انډول راوستلو لپاره خوارۍ وګالي.

ریحانه فلم لومړی پلا د فرانسې په کن نړیوال فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شو او جایزه یې وګټله. وروسته د میلبرن، بوسان، لندن او پینګیاو فیستوالونو ته وړاندې شو.

د دې فلم اصلي لوبغاړې (ازمري بادون) د اسیا پسفیک په فیستوال کې د غوره لوبغاړې جایزه ګټلې ده.

که څه هم دا فلم په بنګله دېش کې جوړ شوی خو په جوړولو کې یې د سینګاپور پوتوکول کمپنۍ او د فرانسې ژیرل پرودکشن ونډه لرلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب