جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهانتخاباتي مبارزې او د نړيوال روغتيايي سازمان اندېښنې

انتخاباتي مبارزې او د نړيوال روغتيايي سازمان اندېښنې

ليکوال: عبدالنافع همت –

نړيوال روغتيايي سازمان خبر ورکړی چې د ( ۱۳۹۳ه ش ) کال د وري د مياشتې تر( ۱۵) نېټې پورې به په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په سلو کې اتيا راټيټه سي.

دې سازمان اټکل کړی چې د انتخاباتي منډو په لړ کې به ډوډۍ خواره رايه ورکوونکي د کانديدانو غونډو ته ورځي او په څلورويشتو ساعتونو کې به درې وخته غوړه ډوډۍ خوري چې په دې ډول به يې خوارځواکي ختمه سي.

څرنګه چې په افغانستان کې اکثره کانديدان ځانونه خپلواک کانديدان بولي، نو خلکو ته هم لاره خلاصه ده چې يو وخت له يوه او بل وخت د بل کانديد په غونډه کې ډوډۍ وخوري او ځان تر سږمو پورې موړ کړي.

نړيوال روغتيايي سازمان دا کار د بېوزلو خلکو لپاره يو ښه زېری يوه ستره بريا بولي، خو ياد سازمان دا اندېښنه هم ښيي چې دا ډوډۍ خواره خلک اکثره بې سواده او له غذايي رژيم سره بلد نه دي. له بلي خوا اکثره کمپاينران او د هغوی اشپزان هم بې سواده دي چې د ډ‌وډۍ غذايي کيفيت او څرنګوالي ته پام نه کوي او خواړه يې ډېره نشايسته او غوړ لري. دا چې يو خړيمار په څلورويشتو ساعتونو کې درې وخته غوړه ډوډۍ خوري نو د وينې غوړ او شکره به يې لوړه سي چې دا به يو ستر ناورين وي.

د روغتيا نړيوال سازمان دا اندېښنه هم ښيي چې کېدای سي د انتخاباتو د پايلو تر اعلان وروسته نسور خلک د ډېر خوراک او ناکامه کانديدان د ډېر لګښت له وجې له خوارځواکۍ او مفلسۍ څخه مړه سي، په تېره بيا هغه کانديدان چې ډېر چاغ او د زړه تکليف لري دا خطر ورسره تړلی دی چې د بد خبر په اورېدو سره يې زړه ودرېږي. له بريالي کانديد سره هم دا خطر سته چې له خوشاليه يې زړه ودرېږي، نو ښه به دا وي چې د انتخاباتو پايلې په يوه وار نه، بلکې په تدريج سره اعلان سي، خو تر ټولو ښه لاره يې دا ده چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې سي.

د روغتيا نړيوال سازمان دا اټکل کوي چې که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې سي، نو د نسورو  کولمې به د څو مياشتو لپاره نورې هم غوړې پاته سي، بيا نو هغه دی چې په افغانستان کې به خوارځواکي په سلو کې سل ختمه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب