پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو ستاينومونو درج/ عبدالحق سلامزوی

د پښتو ستاينومونو درج/ عبدالحق سلامزوی

(ښه← ډېرښه← خورا ښه) ګنې رښتيا د پښتو ستاينومونو درجې دي؟‌‌‌‌ که پښتو د ستاينوم درجې نه لري؟
زموږ د ليکليو پښويو پربنسټ پښتو ستاينومونه د ستاينوم د درجه بندۍ لپاره د انګرېزي په حساب چې لومړۍ درجه په خپله ستاینوم، په دويمه کې د (er) او په درېيمه درجه کې د (est) وروستاړي اخلي، يا د فارسي په دود چې لومړی په خپله ستاينوم، په دويمه درجه کې د (تر) او په درېيمه کې (ترين) روستاړي ورلوېږي، نه لري.
انګرېزي د دې درجه بندۍ لپاره دوې لارې لري، لومړی دا چې لکه په مخکني پراګراف کې مو چې وويل، چې لومړۍ درجه په خپله ستاينوم دی لکه《nice》په دويمه درجه کې په ستاينوم پسې د《er》روستاړی نښلي، لکه 《nicer》، او د درېيمې درجې لپاره ستاينوم 《est》روستاړی اخلي. دويمه قاعده له يوې څپې لويو (دوه څپي او درې څپي) ستاينومي کلمو لپاره  ده. مطلب، په دې لار کې لومړی په خپله ستاينوم، په دويمه درجه کې تر ستاينوم مخکې د 《more》کړول او په درېيمه کې يې ترې مخته 《most》کړول راځي؛ بېلګه يې:
(beautiful‌)
← more beautiful
← most beautiful
او ځينې يو څپي کلمې يې اوړي او بېلابېلې بڼې خپلوي، خو پایلې يې بيا هم 《er》او《est》 روستاړي اخلي، لکه:
good، better او best
په فارسي کې هم د 《تر》او 《ترين》 په مټ دا درېګونې درجه بندي روانه وي، چې  په ځينو کلمو لکه 《خوب》، 《بهتر》 او 《بهترين》کې د انګرېزي د بڼه ونجېدونکې (بدلېدونکې) قاعدې، حالت لري؛ خو، په نورو کې بيا لومړی ستاينوم، د دویمې درجې لپاره د 《تر》 او د درېمې لپاره 《ترين》 روستاړي ورسره ملګري کېږي او درجه يې ټاکي، لکه:
مستعد ← مستعدتر ← مستعدترين
د 《خوب ← بسيار خوب ← خېلې خوب》 پېټي يې پر سر نه بارېږي.
اوس د پښتو پر ځانګړتیاوو لږ غږېږو او لومړی رنګونه رااخلو:
پښتو د رنګونو د درجې ښودنې  لپاره جلا کړولونه د نورو قاعدو پرخلاف د لومړۍ درجې لپاره د《بخوَن يا چک، د دويمې لپاره په خپله د رنګ يوستوی نوم او د درېيمې درجې لپاره د《تک》کړول لري، لکه:
۱-سپين چک يا سپين بخون
۲- سپين
۳- تک سپين
يا:
۱- تورچک يا توربخون
۲- تور
۳- تک تور
په نورو ستاينومونو کې هم خپلې قاعدې  شته، خو د رنګونو په برخه کې عمومي قاعده همدا ده.
که د نورو شيانو پر ځانګړتیاوو کې غور وکړو، کېدای شي له 《ښه》← 《ډېر ښه》← 《خورا ښه》، چې دومره باوري او ټولمنلې قاعده نه ده، رښتينې قاعدې په ګوتو راشي.
دا مې تر دې پورې وویل چې په ډېرو ګړدودونو کې څوک 《خورا》له سره پې نه ژني، نو بيا يې څرنګه د يوې دقیقې قاعدې په توګه منلای شو؟ ځکه چې په ډېرو ګړدودونو کې 《بېخي》 د 《خورا》پر ځای راځي؛ او 《خورا》 خو کندهاريان د 《لکه》 په مانا هم کاروي، لکه:
خورا د پيشو مخ دې نيولی/ دی.
مګر د استاد دوکتور اجمل ښکلي په وينا: 《البته ښه، ډېر ښه؛ خورا يا زښت ښه په اصل کې صريحه نه بلکې پټه پرتله ده يا ضمناً پرتله ده خو اصل کار يې د يوه شي مبالغي توصيف دى. خو (تر) او (تر ټولو ښه) باندې جوړېدونکي عبارتونه څرګنده پرتله لري.》
بله خبره په خپله د ستاينومونو ترمنځ پرتلنه ده، چې د انګرېزي يوڅپیزو ستاينومونو ترمنځ د 《er》 او 《est》 او د فارسي د 《تر》 او 《ترين》 په مټ کېږي. په دې ژبو کې که د پرتلنې خبره نه وي، دا روستاړي او يا يې د دوه څپيزو او يا درې یا څلور څپيزو لپاره د 《more》 او 《most》 کړولونه ورسره د مجردو کلمو په ډول نه کارول کېږي، بلکې د جملې د ننه مانا زېږوي او پرتلنه کوي، لکه:
۱-Studying book is a good entertainment.
۲-Studying book is better entertainment than playing ladoo.
۳-Studying book is the best entertainment.
په پښتو کې همدا پرتلنه د 《 تر》 او 《ترټولو》 يا 《ترګردو》 او 《تر واړو》 په مټ کېږي. {د انګرېزي 《than》هم د پښتو د 《تر》معادل دی.} (۱) دلته همدا پاسنۍ بېلګه رااخلو:
۱- مطالعه ښه بوختیا ده.
۲- مطالعه تر لډو (یو ډول لوبه) ښه بوختيا ده.
۳- مطالعه تر ټولو ښه بوختيا ده. يا؛ تر ټولو ښه بوختیا مطالعه ده.
يا دانګرېزی دا بېلګه:
۱- Ahmad is a senior teacher.
۲- Ahmad is senior to Ali.
۲- Ahmad is the senior most teacher in the Kabul.
۱- احمد لوی (ارشد) استاد دی.
۲- احمد تر علي (په درجه کې) لوی دی.
۲- احمد په کابل کې تر ټولو لوی استاد دی.
دغه قاعده د نړۍ په ډېرو ژبو کې شته او 《د اردو قاعده کټ مټ د پښتو ده، چې پرتله د اوستربل په مټ کوي.》(۲) په اردو ک  وايي: 《اس سې اچها》(۳)(تر دې ښه) او 《سب سې اچها》(۴) (تر ټولو ښه)؛ دلته 《سې》(تر) يا (له) ته وايي، چې په پښتو کې سربل او په اردو کې د روستربل په ډول کارېږي. 《اس》(دغه، دې) د يوه لپاره اشاري نومځری دی او 《سب》(ټول) ته وايي.
همدا قاعده په دري کې هم شته، لکه:
《تو از احمد کده (کرده) خوب هستي》(۵) (ته تر احمد ښه يې.) او
《تو از همه کرده خوب هستي.》(۶) (ته تر ټولو ښه يې.) مقصد په دري کې هم دغه قاعده په ورځنيو خبرو کې تل کارېږي، چې 《از+نوم+کرده》(سربل+نوم+روستربل) يې آر رغښت دی.
نو دلته موږ اړ نه يو چې بابېزه ځانونه ستړي کړو او وليکو چې:
۱- احمد لوی استاد دی.
۲- احمد تر علي ډېر لوی دی.
۲- احمد په کابل کې خورا لوی استاد دی.
د فارسي بېلګو ته هم تم کېږو:
۱- احمد بزرګ است.
۲- احمد از (نسبت به) کريم بزرګتر است.
۳- احمد بزرګترين خانه است.
چې په پښتو.کې يې داسې وايو:
۱- احمد مشر دی.
۲- احمد تر کريم مشر دی.
۳- احمد د کور تر ټولو مشر دی.
نو ويلای شو، چې پښتو د ستاينوم د درجو ټاکلو لپاره ټاکلي قواعد لري، چې په مټ يې د ستاینومونو پرتلنه هوسا کولای شو او ستونزه نه لري.
خو د ځينو شیانو لپاره بیا خپل جلا قواعد لري، چې په ځانګړتیاوو، مانيز او هم ګړدودي اړخ يې غور پکار دی. چې تر شننې  وروسته يې دقيقې قاعدې په ګوتو راتلای شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶) بېلګې او نظرونه د استاد دوکتور اجمل ښکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب