؛؛لوبه؛؛ د لیکوالې شریفې شریف یوه تر ټولو لنډه کیسه ده چې یوازې ۲۴۳ کلمې ده او په ۲۰۲۲ کال د لیکوالې د لنډو کیسو په ټولګه «چا او چا ویل» کې چاپ شوې ده.
دا کیسه ظاهرا د نیکه او لمسي تر منځ د شطرنج په لوبه پیل کیږي خو په اصل کې دا د شطرنج لوبه د ژوند لوبه ده چې یو عمر خوړلی نیکه یې بایلي او یو زلمی یې د ګټلو تمثیل کوي، مګر دی خبر نه دی چې ژوند یوه داسې لوبه ده چې هېچا نه ده ګټلې. په دې خبره هغه وخت یو څوک پوهیږي چې یو عالم عمر یې شاته پرېښی وي او د ژوند په وروستیو قافلو کې روان وي. اروښاد استاد پسرلی په یوه بیت کې وايي:
ژوند څه و؟ ایله اوس دومره پوهېږم
چې اخیستې مې په خپلو اوږو خپله جنازه وه
د دې کیسې کرکټر، بابا سمسور له خپل لمسي سره شطرنج ته ناست دی خو فکر یې لس کاله پخواني ژوند ته الوت کړی چې یوه شپه دی له خپلې پټې مینې سره د سمندر په غاړه په شګو کې قدم وهي او زمان ترې هېر دی… خو ډېر ژر یې د خپل لمسي د خندا نه ډک غږ: «بابا بایلوده» د خپلې خيالي دنیاګۍ نه راستنوي. ده ته چې خپله تېر عمر یا ځواني اوس په ریښتیا یو خیال ښکاري، د شطرنج تخته د خپل لمسي خوا ته ور پورې وهي او موسکی کیږي: «هو، بابا دې بایلوده»
«لوبه» کیسه بیخي لنډه ده او یوې وړې صحنې ته ورته ده خو پراخ تاثر او مانا شیندي او د ژوند یو داسې حقیقت پکې انځور شوی چې ښايي د ډېرو ورپام نه وي. زموږ ځینې لیکوال له دا ډول حقیقتونو په خلاصو سترګو تیریږي، ښايي یو علت یې دا وي چې موږ دا ډول سوژې جدي نه ګڼو او په کلیشو لا نه یوو ستړي شوي.
د دې کیسې په څو برخو زه ځينې خبرې لرم او د کیسه لیکنې د اصولو په رڼا کې یې سپړم:
«لوبه» په ساکت تصویر او وینا پیل شوې ده: «بابا سمسور له خپل زلمي لمسي سره شطرنج ته ناست و خو فکر یې ډېر لرې غځونې کولې.»
زموږ ډېرې لنډې کیسې دا ستونزه لري او د کره کتونکو له دې توصیې سره چې د ویلو پر ځای یو څه ښکاره کړئ، جوړې نه راځي.
څو ورځې وړاندې مې له تکړه کیسه لیکوال ایمل پسرلي سره د هغه په یوه لنډه کیسه بحث کاوه، زما یوه خبره دا وه چې ولې هر څه په «وویل» کې خلاصوئ؟ ایا دا ښه نه ده چې یو څه داسې انځور کړو چې لوستونکی یې خپله وویني! په دې کار سره به مو هم لوستونکی په کیسه راسره ګد کړی وي او هم به مو په کیسه کې د وینا مخه نیولې وي. د ده ځواب تر ډېره حده معقول و خو بیا هم زما قناعت حاصل نه شو. ده وویل چې دا کار د کیسې د پرېزنټشن یا د وړاندې کولو بڼې په خاطر کوم او هڅه کوم چې د کیسو د ویلو بڼې مې مختلفې وې، ځکه هره کیسه شل ډوله ممکنه ده.
زما دلیل بیا دا و چې لومړی باید لوستونکی په کیسه ور ګډ شي یعني صحنې داسې ورته انځور شي چې دی یې په خپلو سترګو وویني او زموږ وینا ته اړتیا پاتې نه شي او دا د وړاندې کولو بڼه خو هغسې هم تغیرېدلی شي.
د «لوبه» په کیسه کې د ځینو کلیمو یا تصویرونو په تخیلي کولو کې افراط شوی دی:
«سپوږمۍ هم مینه ناکه ورته مسکېدله…تر پښو لاندې شګې خندنۍ وې.» لنډه کیسه د خیال او حقیقت څخه رغېدلې خو که په دې دوو کې یو تر حده زیات شي د کیسې خوند پیکه کوي. په دې کیسه کې یو بل ځای راځي: «زلمي اس د سطرنج تختې د یوه کونج نه بل ته تېر کړ…او په خندا یې اعلان وکړ.» فکر کوم «په خندا یې اعلان وکړ» ښه داستاني جمله نه ده او لکه د ژورنالېزم ځینې جملې وچه او کم رنګې ده.
له دې څو وړو خبرو ور هاخوا دا کیسه د پښتو ژبې یوه غني کیسه ده چې سوژه یې نوې او پیغام یې لوی دی.
٢٠٢٥/٢/٢ کابل
…..
لوبه
شریفه شرف
بابا سمسور له خپل زلمي لمسي سره سطرنج ته ناست و خو فکر یې ډېر لرې غځونې کولې.
لس کاله مخکې یوه شپه: د سمندر په غاړه، د څپو سندرې خورېږي او د سندرو په تال له خپلې پتې مینې سره د سیند په غاړه پر شګو باندې قدم وهي. خوندوره شپه وه. د سیند ملګرتیا یې کوله. سپوږمۍ هم مینه ناکه ورته مسکېدله. د پښو لاندې شګې خندنۍ وې. د ده تر پښو لاندې پستې پستې اوړېدلې. زړه یې له مینې ډک و، مینې، شپې، سپوږمۍ او سمندر وخت او زمان ورنه هېر کړی و. د څوکیدار غږ چې د یوې تیارې ګوښې نه راته، لکه ګولۍ د ده پر ماغزو او غوږونو ولګېده:
اجازه نشته، د شپې په دې وخت کې د سمندر په غاړه څوک نه ګرځي.
***
زلمي اس د سطرنج تختې د یوه کونج نه بل ته تېر کړ او لکه چې وروسته له یوې اوږدې لارې مزل ته رسېدلی وي، پر څوکۍ باندې یې شاته تکیه وکړه، د دواړو لاسونو ورغوي يې وټکول او په خندا یې اعلان وکړ: بابا مې مات کړ.
بابا، بابا بایلوده.
بابا یې خپل لمسي سمسور ته داسې وکتل لکه چې نوی یې ورته پام شوی وي، ستومانه و. داسې چې ډېره لاره یې وهلي وي او لا ډېره اوږده ورته پاتې وي. لمسي ته یې وکتل او موسکی شو. تخته یې د هلک خوا ته پورې وهله، ورو یې تر شونډو لاندې وویل:
هو. بابا دې بایلوده.
پای