دوشنبه, فبروري 3, 2025
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز

د کیسو ځواک

که د جعلي خاطرو له لارې وي یا د افسانوي اړیکو یا بین الذهني واقعیتونو د پنځولو له لارې، کیسو ډېرې پراخې بشري شبکې ایجاد کړې ډي او د کیسه محوره شبکو په مټ هومو سیپینز له ټولو حیواناتو ډېر ځواک موندلی دی.

کیسې چې راغلې، نور د هومو سیپینز وړو، وړو ډلو جلا جلا ژوند نه کاوه او دغه ډلې د مخورو نیکونو، تابو حیواناتو او ساتونکو ارواحو د کیسو په مټ له یو بل سره وتړل شوې. دغه ډلې چې مشترکو کیسو او بین الذهني واقعیتونو سره تړلې وې، په قبیلو بدلې شوې. هره قبیله یوه شبکه وه، چې سلګونه او زرګونه غړي يې سره وصل کړي و.

په یوې قبیلې پورې تړاو د شخړو او لانجو په وخت کې زیاتې ګټې لرلې. که به د قبیلې یوې ډلې خواړه نه درلودل، له بلې ډلې يې ترلاسه کولی شوی. له نورو ډلو او قبیلو سره يې جګړې کولی شوی. که به یو بوټی د کوم مرض لپاره ګټور و، نو د قبیلې ټول غړي به ترې خبر شول. لنډه دا چې یوې ډلې به چې څه زده کړل، ټولې قبیلې ته به يې ګټه رسېده.

دا ټول د کیسو برکت و. د تاریخ په ماتریالیست تعبیر کې عموما د کیسو ارزښت یا له پامه غورځول کېږي او یا انکار ترې کېږي. مارکسي نظریه کیسې یوازې د مادي ګټو او د واکمنو د اړیکو تر شا یو سیوری ګڼي. د مارکسي تیوریو له مخې خلک تل د مادي ګټو له مخې اقدام کوي او کیسې یوازې دغو ګټو ته د بل رنګ ورکولو لپاره کارېږي او خپل رقیبان پرې غولول کېږي.

خو دغه مارکسي لیدلوری غلط دی. که دغسې وای، نو امریکا او بریتانیا ولې د عراق په تېلو برید وکړ او د ناروې د ګازو په ساحو يې یرغل ونه کړ؟ آیا دغه بریدونه یوازې د مادي ګټو د تیورۍ له مخې توجیه کولی شو؟

په حقیقت کې د لویو بشري ډلو ترمنځ هر ډول اړیکې د کیسو په مټ جوړېږي، په دې چې د دغو ډلو هویتونه هم د کیسو په مټ تعریف مومي. د یوه بریتانوي، امریکايي، نارویژي یا عراقي لپاره هېڅ عیني تعریف وجود نه لري؛ دغه ټول هویتونه د ملي او مذهبي اسطورو په مټ جوړېږي. مارکسيستان وايي، چې لویې بشري ډلې عیني هویتونه او ګټې لري. که دغسې وي، نو د قبیلو، قومونو او مذهبونو په څېر دومره لویې بشري ډلې به څرنګه تشریح کوو، په دې چې شمپانزي دا یو هم نه لري. اخر، شمپانزیان هم عیني مادي ګټې لري. هغوی هم خوراک، څښاک او له ناروغیو ځان ساتنې ته اړتیا لري. مګر هغوی لوی شمېر ډلې نه شي ساتلی، په دې چې هغوی داسې کیسې نه شي پنځولی، چې دغه ډول ډلې سره تړي او د هغوی هویتونو او ګټو ته تعریف ورکوي. د مارکسیستي تفکر برخلاف، په تاریخ کې د لویې کچې هویتونه او ګټې تل بین الذهني وې؛ هېڅ کله عیني نه وې.

خو دا ښه خبره ده. که تاریخ یوازې د مادي ګټو او واک لپاره هلو ځلو په مټ رغېدلی وای، نو بیا به له هغو خلکو سره خبرو کولو کومه ګټه نه کوله، چې له موږ سره د نظر اختلاف لري. دا چې تاریخ له بین الذهني کیسو رغېدلی دی، نو کله نا کله له خلکو سره د خبرو له لارې یا د شته کیسو د بدلون یا د یوې نوې کیسې د جوړولو له لارې چې ټول پرې را ټول شي، د جګړو مخه نیولی او سولې ته لاره جوړولی شو.

لیکوال په دې ځای کې په جرمني کې د نازیانو د پیدایښت په مسئله غږېږي. دی وايي، چې جرمنیانو په نازي رژیم کې ګټې لیدلې، په همدې خاطر يې واک هټلر ته وسپاره، په دې چې هغوی د نازیانو په کیسې باور وکړ. خو وروسته معلومه شوه، چې جرمنیان په غلطه وو. تاریخ د واک لپاره د اجباري اړیکو له مخې نه دی رغېدلی، بلکې د هغو تېروتنو په اساس يې شکل موندلی دی، چې د زړه راښکونکو مګر زیانمنو کیسو په پایله کې ترسره شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب