دوشنبه, فبروري 3, 2025
Home+کارپل ټونل سېندروم| ډاکتر محب زغم

کارپل ټونل سېندروم| ډاکتر محب زغم

کارپل ټونل دی څه شی؟

کارپل ټونل Karpaltunnelsyndrom په ورغوي کې غځېدلی دی. د دې ټونل ځمکه د مړوند هډوکي دي، له پاسه یې د گوتو او لاس د راکشوونکو عضلاتو پلې تېرېږي او چت یې له یوه کلک وتر چې carpal band بلل کېږي، رغېدلی. په دې ټونل کې یو عصب هم تېرېږي چې منځوی عصب یې نوم دی او زموږ اصلي خبره په همدې عصب کې ده.

کارپل ټونل سېندروم څه دی او څنگه پيدا کېږي؟

د ورغوي له ټونل څخه تېرېدونکی منځوی عصب له بټې گوتې رانیولې تر څلورمې گوتې پورې تعصیبوي. یعنې د دې څلورو گوتو حرکت او حسیت همدغه عصب تأمینوي. کله چې په دغه عصب باندې ځای تنگ شي نو په لاس کې کرختي او برېښ او د ستنې د چوخېدو حس پيدا کېږي. وجه یې دا ده چې د ورغوي په ټونل کې د تېرېدونکو پلو حجم زیاتېږي او پر منځوي عصب باندې فشار راځي، ورسره د وینې بهیر هم خرابېږي.

د دې سېندروم لومړنۍ ځانگړې نښه دا ده چې معمولاً د شپې په مخه د لاس د منځوۍ او څلورمې گوتې په برخو کې برېښونه او د ستن د چوخېدو کاذب حس (paresthesia) پیدا کېږي. دغه حس داسې هم بیانېږي چې ناورغ وايي «لاس مې ویده کېږي یا بې حسه کېږي». وروسته چې ناروغي وغځېږي، کېدای شي چې بټه گوته او د اشارې گوته هم اخته شي او یا درد د مړوند خوا ته هم خپور شي.

کارپل ټونل سېندورم نادراً ناڅاپه هم پیدا کېږي چې وجه یې حادې ناروغۍ لکه انتاني ناروغۍ، د وینې بایلل، او د لاس سخت ټپونه لکه د مړوند د هډوکو ماتېدل وي. خو په اکثرو پېښو کې د کارپل ټونل سېندروم نښې نښانې سوکه سوکه راڅرگندېږي. اکثره ناروغان کلونه کلونه یوازې سپکې ستونزې لري، په تېره بیا د منځوۍ او څلورمې گوتې په څوکو کې. په لومړي سر کې د نه‌شکایت اوږدې وقفې هم په کې وي او یا ستونزې پخپله ورکېږي. خو که ناروغي سخته شي نو ښايي د کرختۍ دوامدار حس پیدا شي او په آخره کې به د بټې گوتې د بېخ چاغه عضله ویلې شي. ورپسې بیا ښايي حرکي محدودیتونه رامنځته شي – د حس او زور د کمېدو په وجه سړی لاس موټی کولی نه شی.

کارپل ټونل سېندورم په چا کې پیدا کېږي؟

تر ټولو زیات ۴۰ تر ۷۰ کلن وگړي په دې سېندورم اخته کېږي چې د ښځو اخته کېدل تر نرانو زیات وي. همدرانگه دغه سېندروم په چاغانو کې تر نورمالو وگړو زیات لیدل کېږي. په چپ‌لاسو کې چپ او په ښي‌لاسو کې ښی لاس دې ناروغۍ ته جوړ وي خو په ډېرو پېښو کې ناروغي دواړه لاسونه نیسي.

کوم عاملونه دې سېندروم ته لاره هواروي؟

د کارپل ټونل سېندروم سبب معمولاً پر لاس باندې د زیات یا ناسم فشار راوړل دی؛ مثلاً د لاس یو اړخیز حرکتونه، مخې او څټ ته د لاس سخت سخت قاتول یا قوي اهتزازونه لکه د برقي برمې د کارولو په وخت کې چې پیدا کېږي.

همدارنگه زړې ناروغۍ لکه روماتیزم او شکره هم د کارپل ټونل سېندروم د رامنځته کېدو خطر زیاتوي. هورموني بدلونونه هم د دې سېندروم پېښې زیاتولی شي لکه د میندوارۍ په وخت کې یا کله چې ښځې د میاشتنۍ مریضۍ د ختمېدو عمر (Menopause) ته رسېږي.

د کارپل ټونل سېندروم درملنه

د دې سېندروم د تشخیص لپاره کلینیکي او الکتروفیزیولوژیکي معاینې کېږي. همدارنگه د غاړې مرۍ کتل کېږي چې څه ستونزه په کې نه وي ځکه چې هغه هم ورته نښې نښانې لري. د کارپل ټونل سېندروم درملنه په لومړي سر کې غیرجراحي وي خو په وړاندې پړاوونو کې یې عملیات لازمي وي.

که د ناروغۍ نښې نښانې سپکې یا متوسطې وي نو دغه درملنې به یې ښه کړي:

  • د شپې له مخې لاس په یوه سپلینټ یا آتل کې ایښودل چې د قاتېدو مخه یې ونیسي.
  • پر لاس باندې د زور او فشار کمول او له هغه څه ډډه کول چې تکلیف زیاتوي.
  • فیزیوتراپي.
  • په کارپل ټونل کې د سټیرویید (کورټیزون) پیچکاري.

که تکلیف ډېر زیات او مدام وي مثلاً که لاس خپل زور بایللی وي نو عملیات به اړین وي. په عملیات کې هغه وتر چې کارپل ټونل یې تنگ کړی دی، پرې کېږي. بیا نو ټونل آزادېږي او پر منځوي عصب فشار له منځه ځي او قاعدتاً د ناروغ شکایتونه هم ورسره ختمېږي.

عملیات تر موضعي انستیزۍ لاندې کېږي. لاس د عملیات په سبا باید حرکت وکړي او دوې درې اونۍ وروسته به ټولې ورځنۍ چارې ورباندې کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب