Homeخبرونهیوه برید ۴ پاکستاني پوځیان ووژل

یوه برید ۴ پاکستاني پوځیان ووژل

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه】په خیبر پښتونخوا کې د یوه برید له امله څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې په دا برید د پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې شوی دی، چې له امله یې څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول.

سرچینې زیاتوي، چې د دې سرتېرو موټر چلوونکی، چې غیرنظامي شخص و، هم په دې برید کې وژل شوی دی.

دغه برید په داسې حال کې شوی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پاکستاني سرچینو په وینا د وسله والو پر ضد یې پراخه عملیات پیل کړي دي.

وړمه ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې ۲۳ وسله وال مخالفان او ۱۸ سرتېري په جلا جلا عملیاتو کې په بلوچستان کې وژل شوي دي.

پاکستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر ترینګلی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...