دوشنبه, فبروري 3, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد:پاکستاني استخباراتو سره د افغان سیاسیونو لیدنه، ښه ګام نه دی

خلیلزاد:پاکستاني استخباراتو سره د افغان سیاسیونو لیدنه، ښه ګام نه دی

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه】‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پانه لیکلي، چې داسې راپورونه دي چې ګواکې پخواني افغان سیاسيون د پاکستان د استخباراتي ادارې له چارواکو سره ګوري.

نوموړی زیاتوي، که دا خبره رښتیا وي نو ښه ګام نه دی.

زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې اسلام اباد له افغان سیاسیونو کار اخلي او هغوی بیا افغان ځوانان مرګ ژوبلې ته اړ باسي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان ( آی اس آی ) استخباراتي ادارې پخوا هم دا کار کړی او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرولو لامل شوې ده.

خلیلزاد داسې مهال دا اندېښنه ښیي، چې په پاکستان کې اوسمهال افغان کډوال له سختو ځورونو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت سرپرست سفیر سردار احمد شکېب هم د دغه هېواد د پولیسو له لوري اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه راز هڅې د پاکستان کورنۍ ستونزې نشي حل کولی او په خبره یې، دا چاره “نفرت” خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب