دوشنبه, فبروري 3, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه؛نړۍ باید د اقلیمي بدلون برخه کې افغانستان سره سیاسي چلند...

ملګري ملتونه؛نړۍ باید د اقلیمي بدلون برخه کې افغانستان سره سیاسي چلند ونکړي

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه】د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیال دوویل موکرجي د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس مطیع‌الحق سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې نړۍ باید د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره سیاسي چلند ونه کړي.

موکرجي افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزو ته په اشارې ویلي، چې هڅه کوي څو هېوادونه او سازمانونه افغانستان کې د اقلیمي بدلون پروژو پلي کولو ته وهڅوي.

نوموړي ژمنه کړې، چې په کندهار، زابل، بامیان، دایکندي او لوګر ولایتو کې به ۱۸ زره مثمر نیالګي کېنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندېدو د چاپېریال ساتنې پر اړوندو پروژو اغېزه نه‌ ده کړې.

د دغې ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روح‌الله امین ویلي، نړۍوالو بنسټونه، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعالیت لري، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري څلور وړاندې شوې پروژې تایید کړې دي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیمي بدلون رييس همداراز د افغانستان د ملي مشارکت د سند له بشپړېدو او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې ملګرو ملتونو ته له استولو او همداراز د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه د اوبو او انرژۍ له وزارت سره پر ۲۰ مېلیون ډالري ګډې طرحې د کار له دوامه هم خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب