Homeخبرونهاوچا؛ په ۳ کلونو کې د ۱.۵ میلیونه افغان نجونو د زده...

اوچا؛ په ۳ کلونو کې د ۱.۵ میلیونه افغان نجونو د زده کړو حق نه دی ورکړل شوی

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه】د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، دا درېیم کال دی چې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

اوچا زیاته کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې ۱.۵ میلیون افغان نجونې د زده کړو له حقه محرومې دي.

سرچینې غوښتنه کړې، چې د زده کړو له حقونو دغه سرغړونه باید نوره پاې ته ورسیږي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې په کورني او نړیواله کچه افغانستان کې د نجونو د حقونو د ورکړې غوښتنه کېږي، خو طالبان منفي ځواب ورکوي.

په داسې حال کې، چې هېڅ راز قانوني خنډ نه لیدل کېږي، خو بیا هم د طالبانو حکومت د مناسب چاپیریال نشتون په خپلو خبرو کې د نجونو د زده کړو د منعې لپاره کاروي.

وبه لیدل شي، چې طالبان څومره د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن او کله د افغان نجونو د زده کړو حق ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...