Homeخبرونهپه کابل کې د یوناما په یوه اړوند دفتر کې یو تن...

په کابل کې د یوناما په یوه اړوند دفتر کې یو تن په ډزو وژل شوی

تاند (دوشنبه، د سلواغې ۱۵۵ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) په یوه اړونده ودانۍ کې نن (دوشنبې) وویل چې په کابل کې د دې سازمان په ودانۍ کې د ډزو په یوه پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوناما په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو ساتونکو په دې پېښه کې ګډون درلود او تحقیقات او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې د یوناما د ساتونکو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته یې پر یو بل ډزې کړي دي.

دې سرچینې همداراز وویل چې دا شخړه پرون شوې ده. او په ترڅ کې یې یسو طالب وژل شوی او یو د یوناما یو بهرنی ساتونکی ڼپي شوی دی.

د یوناما ساتونکي طالب ځواکونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...