جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بریتانیا دفاع وزارت وايي، ۳۰ زره افغانان یې لېږدولي دي

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، ۳۰ زره افغانان یې لېږدولي دي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) د بریتانیا دفاع وزارت یو ځل بیا خپله ژمنتیا تکرار کړه چې هغو افغانانو ته د بیا میشتیدو اسانتیا برابره کړي، چې د بریتانیايي ځواکونو ملاتړ یې کړی و.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۳مه، تایید کړه چې د حکومتي پروګرامونو له لارې تر ۳۰،۰۰۰ ډېر افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي.

د محافظه‌کار ګوند استازي، بن اوبیس-جیکټي (د هنتنګډن استازی) پوښتنه وکړه چې د لایزورایټ عملیات په نوم د پروګرام پر اساس څومره افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي.

د دفاع وزارت پارلماني مرستیال، لوک پولارډ، په ځواب کې وویل “لایزورایټ عملیات” د افغانانو د بیا میشتیدو پروګرام ملاتړ کوي، چې د ډسمبر په میاشت کې اعلان شوی و. دا په خپله یوځانګړی پروګرام نه دی، بلکې د افغانانو د انتقال او بیا میشتیدو د بشپړ بهیر د اسانتیا لپاره یو تطبیقي میکانیزم دی. تر دې دمه، له ۳۰،۰۰۰ څخه زیات مستحق افغانان د بیا میشتیدو پروګرامونو له لارې بریتانیا ته انتقال شوي دي. دا مهال تفصیل نه شو وړاندې کولی، چې پکې معلومه شي څومره کسانو د بریتانیايي ځواکونو لپاره په مستقیم ډول کار کړي وو.”

په یوه بله لیکلې پوښتنه کې، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۱مه (جمعه) شوې وه، د کارګر ګوند استازي، کالوین بیلي (د لیټن او وانسټیډ استازی)، وپوښتل چې د امریکا د کډوالو پالیسۍ د بدلونونو له امله به د افغانانو د بیا میشتیدو او مرستې په اړه د بریتانیا په پالیسۍ (ARAP) باندې څه اغیز ولري؟

د هغه په وینا، د تیر کال په اوږدو کې، هره میاشت شاوخوا ۹۰ مستحقې افغان کورنۍ بریتانیا ته تللې دي. که څه هم حکومت نهایتاً غواړي چې یوه ټاکلي حد ته له رسیدو وروسته د افغانانو د بیا میشتیدو پروګرامونه پای ته ورسوي.

1 COMMENT

  1. اوس تازه د برتانیی لومړی وزیر اعلان کړی چې اکراین ته سوله ساتی عسکر لیږی ځکه پخوا لدې داسې ویل کیدل چې امریکا د تیر نظام ځواکونه د جنګ په موخه اکراین ته لیږلی وو زما په فکر کیداي هغه ګام اوس یوځل بیا برتانیه پورته کړی باید افغانان بیدار ووسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...