Homeخبرونهچاودېدونکي مواد لا هم د افغان ماشومانو د مړینې اصلي سبب دي

چاودېدونکي مواد لا هم د افغان ماشومانو د مړینې اصلي سبب دي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د ماشومانو یوه ملاتړې اداره، چې “د ماشومانو او وسله‌والو شخړو د څار لیست” نومیږي، وايي چې چاودیدونکي توکي لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو اصلي لامل دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، پر له پسې تاوتریخوالی او د ښوونځیو ترڅنګ د چاودیدونکو موادو شتون لا هم د ماشومانو د زده‌کړې او اساسي خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي، د دوی د تګ راتګ ازادي محدودوي او امنیت یې له ګواښ سره مخامخوي.

د یوناما د بشري حقونو د راپور له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر تر دسمبر پورې موده رانغاړي، له جګړې څخه پاتې چاودیدونکي مواد د ۴۷ ماشومانو د مرګ‌ژوبلې سبب شوي، چې له دې ډلې ۸ نجونې او ۳۹ هلکان دي.

د ماشومانو د حقونو ملاتړ سازمان غوښتنې:

✔ د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له ټولو ښکیلو خواوو وغواړي چې د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او بشردوستانه اصولو ته پوره ژمن پاتې شي.

✔ له واکمنو چارواکو څخه باید غوښتنه وشي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره د افغانستان ملي او نړیوالو ژمنو ته پابند پاتې شي، چې پکې دا موارد شامل دي:

  • د ماشوم تعریف له ۱۸ کلونو څخه کم عمره فرد په توګه
  • د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون
  • په وسله‌والو شخړو کې د ماشومانو د ګډون د بندیز پروتوکول
  • د پاریس اصول او ژمنې

✔ د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له ټولو خواوو وغواړي چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي، څو بشري کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکي، د نړیوالو قوانینو مطابق خوندي، بې‌خنډه، او چټک بشري خدمات غیرنظامیانو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...