دوشنبه, فبروري 3, 2025
Homeخبرونهایلن مسک د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره فاسده وبلله او د...

ایلن مسک د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره فاسده وبلله او د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) ایلان ماسک، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کارنده‌والي ادارې مشر دی، د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) فاسده وبلله او د دې ادارې د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ویبپاڼه له کاره ولوېده. د دې ادارې ایکسپاڼه هم په انترنیټ کې غیرفعاله شوې ده.

ماسک په خپل ایکس کې دا اداره “یو جنایت‌کاره سازمان” وباله.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو ته د شنبې په ورځ وروسته له هغه اداري رخصتۍ ته ورکړل شوه، چې د ایلان ماسک تر مشرۍ لاندې د حکومت د کارنده‌والي دفتر غړو ته یې د خپلې ادارې د اسنادو د کتلو اجازه ورنه کړه.

سرچینو ویلي، د ماسک د دفتر کارکوونکو هڅه وکړه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې مرکزي دفتر ته داخل شي، خو مخه یې ونیول شوه. دغو کارکوونکو غوښتنه وکړه چې دننه پرېښودل شي او ګواښ یې وکړ چې که اجازه ور نه‌کړل شي، له امنیتي مامورینو څخه به مرسته وغواړي.

سي‌این‌این راپور ورکړی چې د حکومت د کارنده‌والي دفتر کارکوونکو غوښتل چې د USAID امنیتي سیستمونو او د کارکوونکو دوسیو ته لاسرسی ومومي. ځینو سرچینو ویلي چې دوی غوښتل پټ یا کلاسیفایډ معلومات ترلاسه کړي. دا اقدام د ماسک د دفتر له لوري د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو لپاره د څارنو د لا زیاتولو د هڅې نښه ګڼل کېږي.

ایلان ماسک د یکشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: “د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یوه جنایت‌کاره اداره ده. وخت رارسېدلی چې دا اداره له منځه یووړل شي.”

د ماسک دا څرګندونې هغه راپورونه تاییدوي چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي USAID لغوه کړي او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یې مدغم کړي.

تېره اوونۍ د دې ادارې ۶۰ لوړپوړي کارکوونکي له دندې رخصت شول، ځکه چې دوی د ټرمپ د هغه اجرايي فرمان د مخنیوي هڅه کوله چې له مخې یې د بهرنیو مرستو ورکړه بنده شوې وه.

د USAID د امنیتي چارو مشر، جان وورهییز، او د هغه مرستیال د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې اداري رخصتۍ ته ولېږل شول.

په کانګرس کې دیموکرات استازي باور لري چې د ټرمپ دا اقدام غیرقانوني دی، ځکه چې نوموړی نه شي کولی یوه خپلواکه فدرالي اداره پرته له مشورې لغوه کړي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، چې په ۱۹۶۱ کال کې د ولسمشر جان اف. کینډي د حکومت پر مهال جوړه شوې وه، د امریکا د حکومت د بشري مرستو څانګه ده او هر کال میلیاردونه ډالر د بېوزلۍ، ناروغیو، قحطۍ او طبیعي افتونو پر ضد لګوي.

دا اداره نژدې ۱۰ زره کارکوونکي لري، چې په درو کې دوه برخې یې له امریکا څخه بهر مېشت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب