تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) ازبکستان له افغانستان څخه د ډبرو د سکرو د رانیولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د ازبکستان یوه اقتصادي پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې وویل چې تاشکند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د انډول لپاره، چمتو دی چې له افغانستان څخه سکاره وارد کړي.
د ازبکستان له لوري له افغانستان څخه د سکرو واردات به د پاکستان لپاره یو ګوزار وي چې د ټي ټي پي په خاطر د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو په خاطر یې له افغانستان څخه د سکرو واردات خورا محدود کړل او ظاهراً یې پلمه وکړه چې تر افغانستان له افریقا څخه د سکرو واردات ورته ارزانه پرېوځي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، کابل ته د ازبکستاني پلاوي د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ د څلور نیم میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه لاسلیک شول.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د یکشنبې په ورځ د ازبکستان له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې هر کال دې د دواړو هېوادونو د داخلي تولیداتو پنځه نندارتونونه د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړ شي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د بېلابېلو موضوعاتو، لکه د ترجیحې سوداګرۍ د موافقې نهایي کول، په سمنګان ولایت کې د سمینټ د تولید فابریکې د تاسیس او پراختیا، او په دواړو هېوادونو کې د سوداګریز کور جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، دا پلاوی د ازبکستان د صدراعظم د کابل د سفر پر مهال د شویو ژمنو د تعقیب لپاره راغلی دی.