یکشنبه, فبروري 2, 2025
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه

د پروین ملال څو تازه شعرونه

یو لوی ملت کوترې…

وږمې ځنګل نڅوي

دوریځو شال پر سرکړه

د باران څاڅکي راوړه

آسمان بیده دی، د بریښنا لاسونه

وبندو، بندو دروازو ته رسیدلای نه شي

د نور، ریښې یې وچي شوي دي

څراغ د اسمان، مړ پروت دی

وايي، تیارې یې  پر ځيګر ختلي

د نجلۍ *خوله وتلې

د کتاب توري یې د شونډو پر زخمونو باندې

لکه دردونه د سرطان نڅیږي

طلايي کښت دې رسیدلی

د غنمو دانې

سر د وږمو په اوږو ږدي رنګیین بلوغ ویني

د دیوالونو تر شا اوربل دی

 د ډوډۍ وږم د کوڅو په ماښامونو کې

تاو را تاویږې د دودانو پر اوږو ځي

پرکښت باران د سرو غنمو شوی

مځکه دانې د غنم خوري

چې بیا حلول وکړي

کاشکي، د لوږې تنده ماته شي

یو څوک خوب د ډوډۍ وویني

کاشکي، نجلۍ مکتب ته ولاړه شي

به کتابونوکې یې، وږم د شنو پیازو

او د یوې ټوټې ډوډۍ خپور شي

وږمې ځنګل نڅوي

د وریځو شال پر سرکړه

د باران څاڅکي، په لاسونو کې

ورسره شور، راوړه

درخانۍ ویښه کړه

رباب، رباب تارونو باندې

تورې تیارې د زندان شخوند وهي

د ادم ګوتې ړندې شوي دي روڼا نه کوي

رباب په مرګ محکوم دی

د اهتزاز پښو ته یې لویي بدرنګې زولنې لویدلې

د اهتزاز تنکي هډونه دې مات شوی

الوتلای نه شي

کاشکي مهاجر ابابیل راشي

وزرونو کې، د الوتلو سیپارې راوړي

کاشکي یو لوی ملت کوترې

سپینې، سپینې د سپېدو ترشا

دزیرو ډکي پلوشې راوړي

کاشکي، نغمې، نغمې

د لوړو غرونو پراوږو باندې

د سرو مشوکو زرکو

سپین سهارونه، طلايي مازدیګر

د ستورو لاس کې

د خوب او خیال نقره‌‌‌يي شپې راوړي

کاشکي، مهاجر ابابیل راشي

وزرونو کې

د الوتلو سیپارې راوړي

د الوتلوسیپارې راوړي

۲۰۲۵ / ۲ / ۱

پلو

زما د وطن د ژمې سوړ ماښام

لکه پلو د کونډې ښځې

چې ورو، ورو یې

له رخسار ښویېږي

تناسخ

راستنه شوم

ژوند مې بیا له سره پیل کړ

د سیندونو پر ټټرشومه راتیره

د ساحل په څیر مې شونډې

د سیند شونډو باندې کښېښوي

بیا څپه، څپه

کړۍ، کړۍ صهبا شوم

د اوبو زلال شراب مې پر سر واړوله

تږې ومه، تنده شوم

سراب، سراب شوم

ټکنده غرمه شومه

خو، کالي مې جوړ کړل تا ته

د یخو، یخو ننکېو او څپو له رنګ

ماویل، ته که له سفر راغلې

پر شونډو به دې تنده، د کلونو وي لیکلې

کاڼي، کاڼي شوم

اوبه، اوبه لاسونه

خوب مې ولیدی د وړانګو

څاڅکي، څاڅکي

د لمر رنګ ځیني څڅېږي

بوډۍ ناسته ده په ټال کې

په لمن کې شنه بڼوڼه دي خندېږي

خیال دې راغلی

خو ته نه وې

بیرته شاته راستنه شوم

یوه شپه شوم

لور مې واخیست

د تیارو شیبې مې وکښلې له بیخه

د اسمان په لوی ورغوي کې مې

ټک وهله ستوري

د نګهت پر پل مې پل کښېښوی ولاړم

د سپوږمۍ په لټون ووتم له ځانه

په ځنګل کې مې د وړانګو غیږ کړه ډکه

د غروب پر مراندو، وختم

پر هسک سپینه سپوږمۍ شوم

ترسهاره د سیندونو په څپو کې

لوړ د غرونو وچېنو ته ږغېدمه

پر سپیرو شونډو د بام راننېدمه

د بڼوڼو په سایو کې نڅېدمه

د ګلونو په پیالو کې لمبېدمه

څانګو، څانګو

غیږ کې اخیستم پر مخ یې ښکلولم

د وږمو سره، د شپې لاس زنګولم

خو ته نه وې

بیرته شاته راستنه شومه

د شرنګ یوه شیبه شوم

په وږمو مې غسل وکړ

د بیدیا د وحشي بوی شال مې پر سر کړ

د روڼا د طلایې شرابو غوړپ مې

د اشراق په سجدو ځان ته روا کړ

د کړکۍ پر وسعتونو مې

ګلګونې سپېدې وڅنډلې، سترګه د سبا شوم

سترګو، سترګو پرخو ولوستم

د ګل پرشونډو کښېنستم

سندره شوم پر لوړو غرونو وختم

د زرکو سرو مشوکو کې ایات، ایات

شرنګا شوم

له هر رنګ را جلا شوم

کوتره د سیلونو وم

یوازي وم تنها شوم

یوازي وم تنها شوم

 ۲۰۲۵ / ۱ / ۲۵

ستوري

ستورو شیدې چښلې

لمر د مچېو د کورونو جوړ دی

سپوږمۍ میینه شوه

پربام وخته

زه د اوبو پر څپو ځمه

پر سیندونو باندې د انسان

پلونه لیکم

غزل

تش ګومان وم، حسن وخیال شوم

زه چې عشق شومه کمال شوم

 سر مې ټیټ کړ، سجده شوم

زر سپرلیه شوم، جمال شوم

درد وم، سوز ومه، سرور شوم

چې له خپل ځان، اتصال شوم

د چړو پر څوکو راغلم

نامراده وم، وصال شوم

د چا ومه؟ څوک کې مل وه ؟

چا کړم هسکه چې هلال شوم

نه پنـاه وم ، نه بقــاوم

د عدم پر تندي خال شوم

د روڼا پـه لـټون تلـمه

د روڼاوو په مثال شوم

د سـحر رانجه په سـترګو

چې پروین (پروین ملال) شوم

۲۰۲۵ / ۱ / ۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب