ګل رحمن رحماني
زوکړه:
جبران خليل جبران د ۱۸۸۳ زيږديز کال دجنوري په شپږمه دلبنان په شمالي غرنۍ او ښکلې سیمه (البشري ) کې نړۍ ته د (ماروني) په نوم مسيحي کورنۍ کې سترګې وغړولې ، چې په خليل جبران سره مشهوره وه .
دهغه مور کامله رحمه نومېده ، په هنر او انځور ګرۍ کې يې لوی لاس درلود . دوو خاوندانو یې لاره بېله کړې وه او د جبران پلار خليل جبران دهغې درېيم خاوند و .
دجبران پلار يو مست او بې مسووليته انسان و ، چې ټوله کورنۍ يې خپله په لوی لاس ،دستونزو ګردابونو ته ورټېل وهلې وه ، ده يو بل ورور هم لرلو ، چې پیتر نومېده او شپږ کاله له ده نه مشر و ،د ماريانه او سلطانه په نوم یې تر ده دوې کشرانې خويندې وې ، چې ټول ژوند یې یو له بل سره تړلی و.
دجبران ژوند له ډېرو لوړو ژور او ستونزو ډک دی او په يوه اغزن چارپيريال کې رالوی شوی دی .دی له رسمي زده کړو پاتې شو او په يوه لرې پراته کلي کې ديوه کشیش سره اوسېده ، له دغه کشیش سره یې منظمې لیدنې کتنې درلودې ، دمذهب اصول ، انجيل ،سوري او عربي ژبې یې ترې زده کړې .
دی لا اته کلن و ، چې پلار یې جبران خليل دمالياتو دنه ورکړې په سبب په زندان کې ولوېد او عثماني حکومت یې ټوله شتمني ترې واخیسته ، له خپل هېواد نه یې کډوالۍ ته مجبور کړ ، چې بالاخره دهغه مور مجبوره شوه ، څو خپل اولادونه او کورنۍ امريکا ته بوزي .
د امريکا په لور:
همغه و چې د ۱۸۹۵ کال دجون په میاشت کې چې جبران لا دوولس کلن و له مور ، ورور او دوو خويندو سره یې له خپل پلارني وطن لبنان نه مخه ښه وکړه ، هلته لرې دامريکا په باسټن کې یې ژوند پیل کړ.
دده بد خویه پلار چې په همغه مهال له زندان نه خوشی شوی و ، ددغه سفر سره مخالفت درلود او نه یې غوښتل ، چې کورنۍ يې امريکا ته لاړه شي .همغه و چې له کورنۍ نه يوازې په لبنان کې پاتې شو .
جبران په باسټن کې ښوونځي ته لاړ او ډېر زر يې خپله پوهه او ذکاوت څرګند کړ ، هلته يې په دوولس کلنۍ دانګليسي ژبې په زده کړه پیل وکړ .
د ۱۸۹۶ کال په وروستيو کې د باسټن هنري مرکز بنسټګر دينوسن هاوس دخپل يوه ملګري په مرسته له جبران سره آشنا شو او له هغه یې وغوښتل ، چې دده هنري مرکز ته ور شامل شي .جبران یې خبره ومنله ،خو يو کال وروسته هلته زړه تنګی او خپل ټاټوبي ته راستون شو ، څو په عربي ژبه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ، دی هلته يوې مدرسې ته لاړ، داخلاقو او مذهب په زده کړه يې پیل وکړ .
جبران په امريکا کې انځورګرۍ ته مخه کړه او په ۱۹۰۸ کال کې يې په پاریس کې فرهنګي کړيو او محفلونو کې ګډون وکړ او د (اګوست رودن) تر روزنه لاندې یې درسونه وویل ، رودن ان هغه مهال دجبران لپاره ديو ښه او ځلانده راتلونکې وړاندوينه کړې وه .
که څه هم ګڼې ښځې دهغه ژوند ته راغلې ، خو تر ټولو نه دمهمې هسکل او شارلوت تيلر نوم اخيستلای شو ، دغه دوې ښځې په ځانګړي ډول (هسکل )شايد له هغه مهمو ښځو نه وي ،چې دجبران په ژوند کې یې مهم رول درلود او دهغه دفرهنګي ، هنري او حتی اقتصادي ژوند ګڼې چارې یې مخ ته وړي دي .
جبران په ۱۸۹۸ زيږديز کال کې بېروت ته راستون شو او د ( مدرسه الحکمه ) په نامه مدرسې ته ولاړ ، ده په دغه دوره کې انجيل په عربي ژبه ولوست او دخپل نږدې ملګري يوسف حواييک سره په ګډه يې د (المنار) په نوم خپرونه پیل کړه ، چې ددواړو لیکنې او دجبران نقاشۍ يې خپرولې .
دی په نولس کلنۍ کې يو ځل بیا باسټن ته روان شو او دا ځل نو ناڅاپه له (جوزفين پی بادي ) نومې نجلۍ سره دهغه داړيکو کیسې هم خورې شوې ، دغه نجلۍ په پوهه ، هنر او فرهنګي ذوق سمبال نجلۍ وه او له زړه نه یې ورسره عاطفي پیوند واخیست .خو دا هغه مهال و، چې دده مور، خور او ورور د سل (توبرکلوز) ناروغۍ په سبب له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .
ماری هسکل دباسټن دښوونځیو مديره وه ،چې دجبران دساتنې او روزنې مسووليت يې په غاړه واخيست او دی یې دويم ځل ښوونځي ته روان کړ .
لومړۍ خپرې شوې لیکنې:
جبران هماغه دځوانۍ له مهاله دشعر ، هنر او ليکوالۍ ډګر ته راوتی و ، په پنځلس کلنۍ کې د الحقیقه په نوم مهالنۍ خپرونې مدير شو او په شپاړلس کلنۍ کې یې لومړۍ سندره د (جبل) په نوم ورځپاڼه کې خپره شوه او په اولس کلنۍ کې یې دخپل نقاشي هنر په مرسته د څو پوهانو لکه عطار ، ابن سینا ، ابن خلدون او نورو لیکوالو او حکميانو څېرې وکښلې .
دی دخپلو رسمي زده کړو له پای ته رسولو نه وروسته دنقاشۍ په برخه کې دخپلو زده کړو دبشپړولو لپاره پاريس ته لاړ او په فرانسه کې یې دخپل دوه کلن ژوند په جریان کې دنقاشۍ دبېلابېلو هنرونو له مکتبونو سره اشنايي پیدا کړه او د( الارواح المتمرده) يا سرکښې اروا په نوم کتاب يې وليکه چې له بیروت نه خپور شو .
جبران په ۱۹۰۵ زيږديز کال کې دخپلو ليکنو يو غورچان ،چې دموسیقۍ په اړه يې کړې وې ،په (المهاجير) ورځپاڼه کې خپرې کړې او له دې نه وروسته يې دخپلو ليکلو سندرو يوه برخه په عربه ژبه په ( ژړا ، خندا او توپانونه ) کتاب کې خپرې کړې ، چې دا کتاب بيا انګلیسي ژبې ته د (خوب ، توپان او محبوب ) په نامه وژباړل شو .
جبران دخپلو لنډو داستانونو لومړۍ ټولګه په ۱۹۰۶ کال کې د “spirit Brides” يا ددښتې ناوې ګانې په نامه خپره کړه او له دې نه يو کال وروسته یې بیا ددغه ټولګې دويم ټوک د “spirits Rebellious” په نامه خپور کړ، چې دلوستونکو له تاوده هر کلي سره مخ شوه .دی په همدې مهال په پاریس کې دنقاشۍ دزده کړې سره لېونۍ مينه کې ډوب و او په فرانسه کې دڅو کلنو زده کړو نه وروسته بېرته باسټن ته راستون شو .
جبران په پنځه دېرش کلنۍ کې په انګلیسي ژبه خپل لومړی کتاب The mad man) (ياني لېونی سړی پای ته ورساوه او دده دمينه والو لاس ته ورسېد .
هغه وخت چې دخپلې خور ، ورور او دمور دناروغۍ نه خبر شو، خپل وطن ته راستون شو او په خپل وطن کې له دوو کلونو تېرولو وروسته ، دنقاشۍ سره لېونۍ مینې بېرته دپاريس په لورتګ ته اړ کړ، څو دهغه ټاټوبي له هنرمندانو په ځانګړي ډول له رودن نه دانځورګړۍ لطیفه فون او نور تخنيکونه زده کړي .
رودن چې دجبران په وجود کې دسرود او نقاشۍ پیاوړی ځواک حس کړ ؛ نو ده ته يې داتلسمې پېړۍ انګلیسي نقاش ويليام بليک ور ياد کړ ، له هغه سره اشنا شو او په جبران يې ( دپېړۍ ويليام بلیک ) نوم کېښود .
دا ځل په دغه سفر کې جبران د روستاند ، دبوسی او مترلينګ په نامه لويو پوهانو سره اشنا شو ، دهغوی له ذوق او اندونو یې پوره ګټه واخیسته .
امريکا ته دويم سفر:
جبران په ۱۹۱۰ زيږديز کال کې یو ځل بیا امريکا ته لاړ او د نيويارک ښار په لسمه کوڅه کې يې يو دفتر پرانست ، چې دکلونو کلونو لپاره دليکوالو ، دده دعرب ملګرو هنرمندانو او امريکايي مینه والو د راټولېدو او مجلسونو ښه ځای و .
ده په امريکا کې ددغه یو ویشت کلن ژوند په بهير کې دخپل ژوند تر ټولو غښتلې او پخې سندرې او نقاشۍ وپنځولې او نړيوالو ته يې دکتابونو او بېلا بېلو نندارتونونو په بڼه وړاندې کړې ، چې دی یې په خورا کم وخت کې دشهرت اوج ته ورساوه .
ده په دغه کلونو کې د ( دخيال ها خوا ) ټولګه خپره کړه او په ۱۹۱۲ زيږديز کال کې یې دمينې په اړه تر ټولو لوړ داستان ( مات وزرونه ) په عربي ژبه له نيويارک نه خپور کړ .
خو ددې ټولو لیکنو او هنري هڅو سره سره لا جبران په ټولنه کې ديوه اغېزمن ليکوال په توګه خپل موقعيت او مقام نه و موندلی ؛ تر څو چې په ۱۹۲۳ کال کې د ( پیغمبر ) کتاب په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې دشهرت لوړو پوړيو ته ورسيد ، دلته يې خپل هنري او ادبي موقف تر لاسه کړ .
د مېرمن هسکل او جبران بېلتون:
په همدې کال کې مېرمن مری هسکل ،چې له جبران سره يې ژورعاطفي تړاو درلود ، له ده څخه دامريکا دجورجیا په لور سفر وکړ ، څو په بشپړه توګه دجبران له ژوند نه ووځي ، وروسته له دې نه دخلیل جبران نوم په ټوله نړۍ کې وپېژندل شو، دشهرت اوازې يې خورې شوې او ليکنو يې همغسې دوام درلود .
د جبران خپاره شوي اثار:
له جبران نه په انګليسي او عربي ژبو کې شپاړلس کتابونه راپاتي دي ، چې دخپرنيز کال په ترتیب په لاندې ډول دي :
الف – په عربي ژبه :
۱. موسیقي (۱۹۰۵ز.)
۲. ددښت ناوې ګانې (۱۹۰۶ز.)
۳. سر کښه اروا (۱۹۰۸ز.)
۴. اوښکې او موسکا
۵. مات وزرونه
۶. کاروانونه او توپانونه
۷. تازه خبرې او تازه ټکي
ب – په انګلیسي ژبه
۸. لېونی
۹. ليکونه
۱۰. شګې او ځګونه
۱۱. مخکښ
۱۲. دځمکې خدايان
۱۳. سرگردان
۱۴. مسیح، دانسان زوی
۱۵.پیغمبر
۱۶. دپيغمبربڼ
دغه ستر ليکوال په ۱۹۳۱کې د ۴۸ کلنۍ په عمر له نړۍ نه سترګې پټې کړې ، دی په امريکا کې دسرطان ناروغۍ له امله ومړ او جسد یې په يوه بېړۍ کې دهغه دوصیت سره سم پلارني هېواد لبنان ته راوړل شو او دخپل مينه ناک ټاټوبي د البشرې کلي په ګلورينو غونډیو کې خاورو ته وسپارل شو .خو ليکنې يې تر ننه په سراسر نړۍ کې د اوچت شعر ، فلسفي ، حکومت او هنر ميننانو ته په ميراث ورپاتې دي .
ده ته د اروپا او منځني ختيځ په ادبياتو او شعر ديوه اغېزمن ليکوال په سترګه کتل کېږي ، دی خپله عيسوی دی او په ماشومتوب کې یې په کلک مذهبي چارپيریال کې ژوند کړی .
دده لیکنې دهغو ټګو مذهبي مشرانو له غندنې ډکې دي ،چې خپل ناوړه کارونه د مذهبي مشرۍ تر چپنه لاندې پټوي ؛ خو يوه ته هم په ذات کې سپکاوی نه کوي .
په پای کې هم دهغه دنثر یوه بېلګه، چې دهغه د مشهور اثر “لېونى سړى ” څخه غوره شوې، ياده دې وي، چې دغه اثر هم ددې مقالې ليکوال پښتو ژبې ته ژباړلې او يو کال وړاندې د ٢٠٠٠ ټوکو په شمېر دګودر خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى :
بله ژبه
زما له زیږون نه درې ورځې وروسته، چې کله په وریښمینه زانګو کې خوبوړی پروت وم او خپلې نوې نړۍ ته مې په خورا تعجب سره کتل؛ نو مور مې دایې ته وویل:
” نن مې زوی جان څنګه دی؟ ”
دایې ځواب ورکړ:
” اغلې مېرمنې! هغه ښه دی، درې ځله مې شیدې ورکړې، باور وکړه ،چې ما تر اوسه په ژوند کې هم داسې ښکلی او ترو تازه ماشوم نه و لیدلی . ”
کله مې، چې دهغه خبرې
واورېدي، غوسه راغله او چیغې مې کړې:
“مورې! باور پرې ونه کړې، ځکه چې زما بستره ډېره شخه او سخته ده او هغه شیدې، چې ومې خوړې ډېرې ترخې وې او د دې دایې د سینو بوی راته ډېر ځورونکی او له نفرت نه ډک دی . “
خو مور مې زما په ژبه ونه پوهېده او دایې هم زما دغه اعتراض درک نه کړ، ځکه چې ما لا د هغې نړۍ په ژبه خبرې کولې، چې تازه دمې ترې راغلی وم.
د خپل زېږون په یوویشتمه ورځ، چې دوی غوښتل ماته شات راکړي؛ نو کشیش مې مور ته وویل:
” مېرمنې! تا ته مبارکي وایم، ځکه چې زوی دې نړۍ ته یو مسیحي راغلی. “
په خورا تعجب سره مې کشیش ته وویل:
” که داسې وي، لکه ته چې وایې، نو ستا مور چې په اسمانونو کې ده، باید بدبخته او پریشانه شي، ځکه چې ته یو مسیحي نه یې زېږېدلی.”
خو کشیش مې هم په ژبه پوه نه شو.
هغه وخت، چې له د اوو میاشتو شوم یو طالع کتونکی مې تن او صورت ته وکتل او مور ته مې یې وویل:
” زوی به دې په راتلونکي کې یو لوی رهبر شي او خلک به د هغه نه پیروي وکړي”
خو ما په لوړ غږ چیغې کړې او ومې ویل:
” دا وړاندوینه وچ دروغ دي، ځکه چې زه مې له خپل درون نه ښه خبر او ډاډه یم، چې له یوه موسیقي پوه نه پرته بل هېڅ هم نه کېږم . “
خو دا ځل مې هم څوک په خبره پوه نه شول او زیات مړاوی شوم.
له هغې ورځې نه تر ننه دادی دري دېرش کالونه تېر شول، مور مې، دایه او کشیش مړه شوي دي او خدای دې پرې ورحمېږي، اما طالع کتونکی لاهم ژوندی دی، تېره ورځ مې هغه له کلیسا سره نږدې ولید او کله مو، چې له یو بل سره خبرې کولې؛ وویل:
” زه تل پوهېدم، چې ته به یو لوی موسیقي پوه شې او حتی په ماشومتوب کې هم ما ستا د دا ډول راتلونکي وړاندوینه کړې وه او مور ته مې دې ویلي وو ! ”
دطالع کتونکي په خبرو مې باور وکړ ، ځکه چې اوس ما هم دهغه نړۍ ژبه هېره کړې وه ، له کومې نه چې زه راغلی وم.!
پاى
ښا غلی ګل رحما ن صا حب
ډیره مننه ښا یسته لیکنه دی کړی وه خد ای ج دی خیر در کړی
محترم رحمانی صاحب ستادی خوانه وی بده ددی پرځای چه موژدنورو ادب تاریخ اولیک والی وستایو اویاپرویبپاڼو ئ خپره کړو بایدخپل ادب تاریخ اولیکوالې ته توجه وکړواوخپلی مشهوری څیری وستایو له رحمان بابااوداسی نور
ښه لیکنه وه، خو که په عنوان کې د اغېزمن پر ځای اغېزناک ولیکل شي، معنی به يې په ځای راشي.
ځکه اغېزمن یعنی دا چې د نورو تاثیر يې منلی وي او اغېزناک دا چې پر نور اغېز ښندي.
مننه
سلامونه او نیک احترامات مي ومنی
د تیر کوچني اختر مبارکی مي هم ومنی
ډیر په زړه پوري لیکنه
افرین
په درنښت
سلامونه مې ومنئ
د نړیوالو ادبیاتو د سرلارو په باب د ګل الرحمن ورور له خوا شریکې سوي کرښې لولم او له همدې ډګر سره زما د ځانګړي مینې له امله له هماغه پیله راته جالبې دي. د دغو لیکنو لویه برخه ما ته ترجمې ښکاري، ځکه اکثره یې ما په اردو، فارسي یا هم انګلیسي کې لوستي دي، خو عجیبه دا ده چې د ګل الرحمن له خوا دغه یادونه هېڅ نه کېږي. د جبران د پورتنۍ بایوګرافۍ سټایل هغه متن ته پوره نژدې دی چې د پروفیسر سهیل بشرويي له خوا لیکل سوې ده. د لیکوالۍ، څېړنې او تالیف د منل سوو اصولو سره سم باید د هرې هغې کرښې د اصلي لیکوال او کتاب یادونه وسي چې د ورکول کېدونکو مالوماتو په غنا کې مرسته کوي.
په درنښت!