جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزتاریخسیستان، پارت، خراسان او افغانستان

سیستان، پارت، خراسان او افغانستان

د خراسان خارجي وجود او جغرافېوي حدود!؟)

استادشهسوار سنګروال

لرغونی سېستان: 1

جورج پټريټ په دې انددی،چې د سېستان ډېرلرغونی نوم ؛زره ،وو؛چې يونانيانواولاتين تاريخپوهانوددرنګيانا په نوم يادکړی دی.

دداريوش په ډبرليک کې زارانکا کښل شويدی ،چې په راوروسته کې نيمروزوبلل شو….

دسېستان نوم له بېلابېلووېيونواونومونوسره تړاو لري ،چې موږسېستان،سکستان،سکيتيان،ساکان،سکه،ساک،سهاک،زرنج،سجستان،زرنګ،سکزي،زرنګانا،نيمروزاونوردساري په توګه يادولی شو..

ياقوت حموي وايي،له کشمير نه دسېندترغاړې بيا دعرب ترسمندرګي پورې دغه ځمکه دسېستان دوګړوپه ولکه کې وه ….

يوشمېرتاريخپوهان دغه سيمه دلرغونې اريانا شپاړسمه ناحېيه،خوپه اوستا کې يولسمه ناحېيه بلل شويدی . .

هغه مهال چې ساکانويوه لويه ټولواکمني جوړه کړه،سکستان ياسيستان ډېرنامتو سواو. .

دمحمدتقي بهارخبره سېستان،سکستان دی اومخکې ترهغې دسېستان نوم زرنګا وو…دسېستان په تاريخ کې دزرنګ ښارداستوروي تاريخ،دکيسو،افسانواودداستانونوټاټوبی ګڼل شوی دی . .

حميداله مستوفي انګېري،چې دزرنګ ښارګرشاسپ ودان کړی دی اوزرنګ يې وباله ،چې وروسته عربانوپه زرنج يادکړ. .

له دې لنډې يادونې برېښي،چې سېستان اوږ تاريخ لري …اودلوې خراسان افسانه ددغې سيمې په تاريخي دب دبې اولرغوني شتون سيوری نشي غوړولی ،داځکه،چې دغې سېمې له لرغونې زمانې نه راواخله دعربوتربريدپورې خپل څومره والی اوڅرنګوالی خوندي کړی دی .

داسکايي قبايلوبېلابېلې قبيلې اوخېلونه،چې موږدساري په توګه ؛ازي يي؛اوساکاروي؛يادولی شو…په دغه پراخه سيمه کې ودان وو،چې هخامنشېانودوئ ساکا بلل،ااثوريانودوېته اشکوزي وېل،خوپه اوستاکې د؛توريا؛په نامه يادشوي دي ..

ددوئ نامتوپاچا؛ازس؛(58م ز)له سېستانه نيولې ترارغندابه اوهمغسې ترپنجابه پورې ديوه سترحکومت بنسټ کېښود . .

اسکايان،پارتيان،پهلوايان…پخپلوکې سکني تربوران دي اودپهلوايانونامتوواکمن اوموسس؛ونوس؛نومېده(120م ز)،چې په سېستان اواراکوزي باندې سلطنت کاوه . .

له پهلوايانوسربېره دساکانويوبل نږدې تربور؛پارت؛(وروسته پارتيان)،چې په اصل کې باختريان ول،دباخترپه لويديځ اوداوسني ايران په شمال کې دواک اوځواک څښتن ول . .

ددوئ دواکمنۍ په تړاوبه وروسته وغږېږواوس راځوديته،چې دعربوديرغل په مهال څه پېښ شول؟په دې به وغږېږواودسېستان نخش ته به په لنډه توګه تم شو ..

سيستان په اسلامي پېرکې :2

له اسلامي پېرنه دمخه اووروسته دسېستان په اړه اوږدې څرګندونې شويدي د؛عجايب المخلوقات؛ليکوال ،سېستان دخداې دنعمتونوټاټوبی ګڼلی دی .

ابن فقېيه،دغه لويه اوپراخه سيمه دلرغونوڅرګندونوپه رڼاکې دسېستان په نامه ياده کړې ده . .

مېسوبارتولد،وايي ښايي ساکان په مخزيږدي اوومې پېړۍ کې سېستان ته راغلي وي …ابن حوقل دسېستان په مشهوروښارونوکې دزرنج،بست،بالشرخج،بلدي داوريانې مينداور،بغنيز،خلج يانېغرج،بشلنګ،خاش،قرنين،طاق فره،سروان اوزلقان يادونه کړې. .

داسلام دخپرېدوپه مهال په دې لرغونې خاورې برهمن واکمنو،چې تاريخ کې درتبيل شاهانوپه نامه نامتوول واک چلوه . .

ددې لړۍ پاچايان دتاريخ په اوږدوکې دتورکانو،ساسانيانو،هنديانواوعربانودبريدونوپر وړاندې دريدلي دي اودسېستان له هامون ترکابله اوان دسېندتروادي پورې،خپل واک اوځواک ساتلی وو..

هغه مهال،چې حضرت عمرداسلامي خلافت واګې خپلې کړې،دابوعبيده بن ثقفي په مشرۍ اوبيا وروسته دسعدبن وقاص په قومنده،عرب جنګيالېيودساسانيانوشاهي ماڼۍ اودبدبه رانسکوره کړه .

درېېم يزګرددنهاوندله جګړې(20هجري)وروسته مخ په ختيځ راخلاص شوځواکونه يې په نېشاپورکې ځاې په ځاې کړل اوبيا يې دماورالنهرله خاقان څخه پوځي مرسته وغوښته . ده په21هجري خپل پوځ پياوړی کړ…خوعرب جنګيالېيوديزدګردنيولوپه پلمه افغانستان ته راغلل اودوه پوځي جبهې پرانستې،لومړی جبهه يې ،نيشاپوراومروې ترمينځ(خراسان) اود ويمه جبهه يې په سېستان کې ترارغنداوناوې پورې وغوځوله. .

دحضرت عثمان دخلافت په مهال احنف بن قيس له هرات نه تر مروې پورې پوځي چارې څارلې اوځواکونوته يې سپا رښتنه وکړه چې باخترته مخه کړي،چې هغوهم په مروه کې ديزدګرد درې زره کسېزپوځ ته ماته ورکړه …ولې دسېستان په پوځي جبهه کې له سېستانه تربست پورې عبداله بن عميرليثي دواک خاوند وو .دلېږدي په دېرشمه ربيعه بن زيادسېستان ته راولېږل شواودپهره يا فهرج زالق يا جالق ترکابوکولووروسته له هلمنده پورېووت اوزرنج ته څېرمه ددرشت په سيمه کې ديوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې اپروېز(ايران درستم زوې)يي سولې ته رامات کړاوعربوزرنج لاندې کړ..

بل لورته عرب جنګيالېيوپه خراسان کې سېاسي اوپوځي ځواکمنتيا ترلاسه کړه…که څه هم په مرو،باختراوتخارستان کې عربوغوښن پرمختګ ونکړ،ولې بېاهم دسېستان جبهه دخراسان دپوځي اوسېاسي جبهې سره توپيردرلود،ځکه چې سېستانېانودربيع له خواټاکل شوی عرب ؛حارثي؛له سېستانه وشاړه ،نوهغه ووچې اميرالمومېنين داپلاعبدالرحمان بن سمره له يوه سترپوځ سره راغی اوحسن بصري دزرنج ښارکلابند کړخودې پېښې ډېر دوام ونکړ،ځکه چې دحضرت عثمان له شهادت نه وروسته عبدالرحمان بن سمره بصرې ته لاړاودزرنج چارې اميربن احمرته پرېښودې اوسېستانېانوبېا پاڅون وکړ،اميربن احمروتښتېد اودسېستان وګړوخپلواکي اعلان کړه . .

يودبل پسې دحضرت علي،اميرمعاويه له امويانوراواخله ترعباسېانوپورې ګڼ شمېرعربي سرداران واليان اوجنګيالي سېستان ته راولېږل شول،چې موږربېع الحارثي،عبادبن زياد،يزيدبن زياد،عبدالعزيزبن عبداله عامرموسا بن طلحه يوشمېرنوردساري په توګه يادولی شوخوهېچا سېستان ايل نکړ…ان تردې چې دحجاج اوعبدالرحمان بن اشعث ترمينځ داسې پېښې رامينځته شوې،چې له سېستانه ترکابله پورې دخلکوپاڅون ان په خراسان هم اغيزه وکړه ….

ددغوپېښوپايلې اوغبرګونونه دومره غوښن شول،چې حجاج دعبدالرحمان بن اشعث دککرۍ په بدل کې دسېستان واکمنۍ رتبيل ته وسپارله . .

رتبيلان چې ډېرکلونه دکابل،کندهار،بست اودلوې سېستان جګړوکې دعربوخلاف ودرېدل ..ترهغې،چې ابومسلم خراسانی دامويانوخلاف دعباسيانوملاتړی شو…اوپه پاې کې عباسېانوهغه وواژه اودخراسان پېښوبله بڼه خپله کړه . .

خرا سا ن :  دخراسان په تړاوډېروتا ريخپوهانواوڅېړونکوډېرې څرګندونې کړي دي،ولې يوشمېرليکنېوروايتي اوسېاسي بڼه خپله کړې ده اوپه روايتونواوشعرونو دومره ټينګارشوی،چې دليکنوله څېړنيزمېتوداومزاج سره اړخ نه لګوي .

دساري په توګه؛فرهنګ؛دعنصري بلخي(ملک الشعرا)شعرته په اشاره،چې دغزنوي سلطان محمودپه ستاينه کې اودهغه پلازغزنه په اړه کښلي،کاږلي دي:

خدايګان خرسان به دشت پشاور       به حمله ای بپراکندجمع ان لشکر

دلته لوستونکی نپوهېږي،چې دليکوال موخه دخراسان له نوم نه ددې نوم لرغونتوب دی اوکه ديوه دولت اوهېوادنوم؟

هره خبره چې وي ويبه،خوکه يوازې په شعرديوه نوم هويت اوپېژندنه دتاريخي ارزښت پوله ټاکي،ولې يادليکوال بيا په دغه شعرسترګې پټې کړيدي؟ :

ابوالفرج روني پخپله قصيده کې داسې ليکلې دي ،

غزوه ګوارنده باد،شا جهانرا      ناصردين،راعی زمين وزمان را

موکب منصوراوهنوزبه موهند     برتن افغان تنيده است فغا ن  ر ا

مسعودسعدسلمان،بيا په دې اند دی :

نه ګفتم چيزيا رب نه جستم چيزجزرستن     نه راندم اسب جزپويه نديدم خلق جز افغا ن

خاقاني په دې تړاوکښلي دي،چې بختيان(پښتانه)افغان اوخراسان يعنې څه؟

بختيان نفس من که جرس دارشوند      ازدهان جرس افغان خراسان يابم

داسې لسګونه لاسوندونه، بيتونه اوشعرونه موندلی شو،چې په هغه کې دافغان موجوديت له لرغونې زمانې نه راواخله تردې دمه څرګنددی ولې دخراسان حدوداووجوبيا دناڅرګنددي،دخوشحال خان خبره:

دافغان په ننګ مې وتړله توره           ننګيالی دزمانې خوشحال خټک يم

دې کې شک نشته چې ځنې نومونه دشاعرانولپاره دوېاړلوسمبولونو،استورواوداستعاروبڼه خپله کړې ده ،خوپه تاريخي لاسوندونوکې ديوه هېواد سېاسي جغرافېيه خپل تعريف لري . .

معاصرتاريخپوهان ډېرټينګارپه څېړنيزتاريخ کوي،نه په دې چې ديوسيلاني په څېريوازې دنوم په يا دولوبسنه وکړي …داځکه،چې په تاريخ ليکنه کې بايد له وګړپوهنې،توکمپوهنې ،لرغونپوهنې اوټولنپوهنې اوله نوروټولنيزواواقتصادي توکونه  استفاده وشي .

…څومره چې دخراسان دنوم خبره ده،غوره به وي،چې تاريخي اوجغرافيوي متونوته سرښکاره کړو :

لومړئ خبره دخراسان له نامه نه پيلوو،ډېرڅېړونکې په دې انددي،چې خراسان دلمر خاته(مطلع الشمس)په مانا دی خوريانې لمر،اسان يانې ځاې .مفاتيع العلوم خوارزمي په دې انددی(72مخ)چې خراسان په پهلوي کې دختيځ په مانا دی…اسلامي پېرکې،ګڼوڅېړونکواوتاريخپوهانوهم خراسان دختيځ په مانا ګڼلی دی اولويديځوتاريخپوهانوهم ورته څرګندونې کړيدي ،يوازې په دې توپېرچې خراسان يې دختيځې سيمې په مانايادکړی دی،خودخراسان دجغرافېې په اړه ټول څېړونکې په يوه خوله نه دي .ځنويوازې ختيځ لوری،ختيځ پلو،ختيځه ځمکه اوختيځ ته په اشاره …يادکړی دی .ځنوڅوښارونو اوولايتونوته ځانګړی کړی دی ،چې موږنيشاپور،هرات،مرواوبلخ دبېلګې په توګه يادولی شو..

يوشمېرتاريخپوهانودومره پراخ ګڼلی دی،چې له مينځنې اسيا سغدانېيه راواخله ترپارس،افغانستان اوان دهند ترنيمې وچې پورې رسولی دی . .

موسا خورني په پنځمې زېږدي پېړۍ کې،چې څېړونکې يې مينځپانګه دبطليموس له جغرافېې سره ورته ګڼي،ليکلي دي،چې دايران فلات يې په څلوروبرخوويشلی دی ،لومړئ برخه يې پخپله لويديځ،دويمه برخه يې په جنوب کې نيمروز(سېستان)،درېيمه برخه يې په ختيځ کې خراسان اوڅلورمه برخه يې په شمال کې کپکاس په ګوته کړی دی . نوم ورکي تاريخپوه دسېستان په تاريخ کې دخراسان په اړه داسې ډاګيزه کړېده :

؛څومره چې شمال پلوته ځوباختردی،که جنوب خواته ځونيمروزدی،ولې مينځنۍ برخه په دوه برخووېشو،که څومره لويديځ لورته ځودايران يوشمېرښارونه دی اوکه ختيځ پلوته

ځو نوخراسان دی…ددايرت المعارف په پنځم ټوک کې راغلي دي ،ألپتګين دلومړي عبدالمالک ساماني (621مخ)له خوادخراسان په سپه سالاري وګمارل شو،دهغه له مرګه وروسته دمنصوربن نوح ساماني له امره سرغړونه وکړه،له خراسان نه دزابلستان اوغزني(350هجري)په لوررهي شو،چې دغه مهال دغزني واکمن؛لويک؛ وو؛.

داچې دخراسان دنامه پېدايښت له کومې نېټې سره سرخوري غوره به وي،چې دتاريخ په رڼاکې،ددغې کلېمې لرغونتوب ته سرورښکاره کړو:.

پارت،سا سان اوخراسان :پارت(پارتيان)دافغانستان له اريايي قبيلوڅخه يوموهم اصلي ټبروو،چې په دويمې مخزيږدي پېړۍ کې دواک خاوندان شول.دوئ دساکانويوه څانګه اويا دهغوسکه تربوران وو،چې تاريخپوه غباردغه سلطنتي کورنئ دافغانستان اصلي اريايان ګڼي …له دوئ څخه ؛ارشاک بلخي؛خراسان ته لاړاوديوه دولت بنسټ يې کېښوداودپارس په هېواد کې(تاريخچه مختصرې افغانستان15مخ)ديونانيانوځاې ناستي شول .؛،

پارتيانو،چې په کوموسيموواک چلووه،هغه هېواديې دپارتيا په نوم يادوو،چې څلور خوايې په دې ډول وې ،له هريرودنه دخزرترسمندرګي پورې،چې دمېديا له پولونه پيلېده،په اصل کې له دوه ولا يتونوهيرګانيا اوپارتيا څخه،چې داريانا په شمال لوديځ کې موقېعت درلود،جوړوو.ولې کله په بېلا بېلونومونواوترډېره دپارتياپنوم ياديده . .

دپارت خراسان په جغرافېيه کې دغه سيمې شاملې وې،نيشاپور،طوس،جوين،سبزوار،شارود،دامغان اودپارس شمال ختيځ ته يوشمېر پرتې ځمکې دساري په توګه يادولی شو .

دارساس کورنۍ وروستی پاچاساسانيانوته دياغي اوباغي خطاب وکړ،که څه هم جنرال اردشېرلاپه درې پرلپسې جګړوکې دپارت پاچا؛ارته بانوس؛په ځانګړي ډول په وروستئ جګړه کې داسې ځپلی وو،چې بيا يي د؛سوسېاني؛له ماتې وروسته سرراپورته نه کړ .

که څه هم دپارت ؛ارساس؛کورنۍ يوتن دخسروپه نوم په ارمنستلن لس کاله نورهم حکومت وکړ. .

احمدعلي خان کهزاددپارتيانوپه هکله په دغوټکوټينګارکوي،چې : ؛پارتيان يوه اريايي څانګه ګڼلی کېږي اويوباختري(پکت،پخت،پختي)ټبردی،په اوستاکې بخدي،چې دبلخ لرغونی نوم دی اوهم په ريګويد کې(وګوری دافغانستان تاريخ377مخ)پکهت=پخت زکرشويدی…ددوئ استوګنځاې داريانا په جنوب ختيځ د؛سپيتاګوناګېري؛(سپين غر)په مينځ کې دوئ دپکتيا=پختيا په نوم نامتوشول .؛

دبېستون په ډبرليک کې دلرغونوپارتيانو(پرتو=پارتو)نوم د؛ت؛ پرځاې ؛ث؛کښل شويدی،يانې پارثيا(پرثو)،چې دپختيا سره اړلګوي .

هېرودوت بېا پارتيان داپريتي په بڼه کاږلي دي،چې ښايي اوسني اپرېدي وي .

ساسان،چې وروسته په ساسانيانويادشول،يومشهورشخص وواوپخپله يې له يوې نامتوکورنۍ سره تړاودرلود…ده هغه وخت له سلطنتي؛بزرنجي؛کورنۍ سره اړيکې ټينګې کړې،چې له هغو سره يې خېښي اوخپلوي وکړه .

دساسان دنده دمزدک خدمت وواودده له مرګه وروسته دهغه مزدک مجاور؛پاپک؛دده زوې وټا کل شواودی دبزرنجي کورنۍ خورايی کېده چې دده دباور له وجې زوې يې اردشېردپوځ قومندان شواودپارت پاچا؛ارتابانوس؛ته يې ماته ورکړه،خوکله چې هغه ختيځ ته پرشا شو،دلته دی چې دخراسان کلېمه دبزرانجي سلطنتي کورنۍ په دربار کې ياده شوه،ولې کوم ټاکلی ځاې په ګوته نشو،يوازې دلوري اوطرف په مانا وکا رول شو،چې موخه ترې ختيځ وو،خودغه ختيځ نه خارجي وجود درلوداونه هم جغرافېوي حدود…!؟

کله چې بياداسلام سپېڅلی دين سيمې ته ورسېداودرېيم يزدګرد،له وېرې داصفهان ختيځ ته مخه کړه،يوځل بيا دخراسان اصطلاح وکارول شوه .

کرستن سن،له اوسني ايرانه يانې له تهرانه نيولې ترالبرزغرونو،همغسې دخزرترسمندرګي،مرو،دپاميرغرونه،هرات دخراسان برخه ګڼلې ده …(ايران درعصرساساني179مخ) .

په اسلامي پېر کې ابن خرداد،مسعودي،اصطخري،ابن حوقل،احمدبن عمر،ابوزيدبلخي،ياقوت حموي،ناصرخسروقبادياني بلخي،منوچهري دامغاني اوپه لسګونونورودخراسان په اړه څرګندونې کړې دي،چې په ټوله کې دغه سېمې دخراسان برخه ګڼلی شوې دي : خوارزم،تاشکند،سمرکند،طاربند،،بخاره،بلخ،نېشاپور،فرغانه،،سغدانېيه،بدخشان،پوشنج،بادغيس،طبسين،طوس،مرو،سرخس اويوشمېرنورې لوې اووړې سيمې يادولی شو.

يزدګردله نهاوندجنګ نه(20هجري)وروسته په مروه کې له ؛ماهوي سوري؛پناه وغوښته

هغه مهال چې عبدالرحمان بن سمره دسېستان اوارغنداوپه ناوه کې پرمختګ وکړ،ولې په مروه کې اميربن احمردخراسان يوشمېرسيمې لاندې کړې اويودبل پسې ربيع بن زيادحارثي اوسعيدبن عثمان دخراسان واليان وټاکل شول اوله اموروده پورېوتل ،خوکله چې قتيبه ابن مسلم له سېستانه راوګرځېد دخراسان حکمران وټاکل سواوپه مروکې ځاې پرځاې شو .

ددې خبرې مانا داده،چې دخراسان اوسېستان سېمې سره بېلې وې اوخپل بېل پوځي تشکيل اوجوړښت يې درلود .

لکه څرنګه چې دخراسان حکمران قتيبه له مروې نه مخ په باختراوتخارستان پرمختګ وکړ،خودسيستان په جبهه کې عبدالرحمان بن سمره بست،کش،کندهار،هلمنددارغنداب ترناوې پورې سيمې لاندې کړې .

له درېيم خليفه نيولې تراموي اوعباسي پېرونوپورې دغه سلسله روانه وه،ترهغې چې ابومسلم،ماهوي سوري،استادسيس هېروي،،حرېش سيستاني،محمد دشدادزوې اوازروبه دمرزبان زردشتي زوې،دطاهرپوشنج اونورومشرئ په افغانستان کې يودبل پسې ملي خوځښتونه اوپاڅونونه مينځته راغلل …

ددغوملي ازادي بښونکواتلانوپه لړکې يوهم اميرحمزه سېستاني وو،چې دازادئ ډګرته راووت …په داسې مهال يې سياسي ډګرته را ودانګل ،چې سيمه له سېاسي کړکېچ سره لأس وګرېوان وه .

ده دهارون الرشيدوالي عيسی بن علي له واکه وشاړه اوبيا يې زرنج ونيوه…ده غوښته دخراسان پوځي پلا زنيشاپورونيسي،چې له دې لارې عرب جنګيالي اکمالات ونشي کړی …

اميرحمزه له پرلپسې بريدونووروسته له نېشا پوره بېرته سيستان ته(188هجري) راستون شو.ده په دې پاڅون دعباسيانوټولواکمنۍ سخته وګواښله،داځکه چې په سېستان اوخراسان کې دازادۍ بيرغونه رپانده شول .

2 COMMENTS

  1. ډېره ښه تاریخي لیکنه ده خو، افسوس چې ټایپي نیمګړتیاوې لري. د ښاغلي لیکوال څخه په درناوي سره هیله کېږي چې دې مسئلې ته سمه پاملرنه وکړي. مننه

  2. سلام استاد
    داهم د تاریخ یوه بېلګه ده
    کله چې تاریخ ته وګورو اوبیا د افغا نستا ن د سیاسی جغرافیی تعریف ته نو ډېرې نورې تاریخی پېښښې هم په ذهن کې را وګرخی ز مونږ
    سیاسی کار پوهان ، سیاستوال ، خبریالان ، مذنی فعالان او ځینې لیکوا لان چې په تلوېژنی مرکو کې را څرګندشی بیا دژبې اهمیت
    اوترمینالوژی ته هېڅ پا ملرنه نه کوی نرمه ، تنده اویا ترخه ژبه او تبلیغاتی سوړ جنګ به جګړه ایزه نه( ییز) ادبیاتو ور تپی خو ادب اوادبیات له جګړې سره کار نه لری
    دادبیاتو ژبه هم هدف دی او هم وسیله خو به نیوکو،ویناوو اولیکنو کې ژبه یوازې وسیله ده چې په سیاسی ادبیاتو کې هم ژبه تر دېره بریده وسیله ګڼل کېږی نه ادبیات .په اعلامیه کې تکراری ، ګډوډې، او پېچلې جملې زیاتې به نظرراخیاوبل دا چې ډیر مهم ټکی اصلا هېڅ نه شته ښکاری چې د هېواد کورنی او بهرنی سیاست او د بهرنیو وتل با بېزه ګڼل شوی دی او یا مو هېر کړی چې خلیل زاد یی اوس مغالطه بولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب