جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهزما مار ته ورته ژبه | عصمت الله صالح

زما مار ته ورته ژبه | عصمت الله صالح

د باد تونده څپه د توت پر ونه راټیټه شوه، څانګې لټ په لټ واوښتې، د کوچنیو ښاخونو او شنو پاڼو ترمنځ د تارکشې سپین تارونه لمر ته وځلېدل. ښۍ سترګې مې خارښت وکړ، ژر په اړخ واوښتم، د توت تر ونه لاندې وچې پاڼې په هوا تاوېدې. دېخوا هم چندانې خوند رانکړ، بېرته ستوني‌ستغ شوم، ښۍ سترګې مې هماغسې خارښت کاوه…

لږ غوسه غوندې شوم، پر ځای کې را کېناستم، د ویالې پر سر کټ وخوځېد. دا ځل مې غبرګ ډنګر لاسونه موټي کړل، پر سترګو مې تخته کړل:

ـــــ اُفف! خدایه، دا څه شی پکې پرېوتل. اخ، ما ته چا ویل چې ستوني‌ستغ پرېوځه!…

د پښو څپا مې تر غوږ شوه، څنګ ته مې وکتل، سترګو مې د ډېر موښلو له امله سم لید نه کاوه، یوه شېبه ښه ورته ځیر شوم، توره پیشو د ویالې پر ژۍ په وچو پاڼو کې روانه وه. همداسې مې پسې کتل، ناڅاپه د اوبو پر سر کټ وخوځېد، سترګې مې ټیټې کړې، د پښو ګوتو ته ځیر شوم، وپړسېدې، ژر مې پایڅې پورته کړې، غبرګې پنډۍ مې غټې غټې راته ښکاره شوې، او ورسره سم مې ساه بنده شوه، کمیس مې تنګ شو، آن دومره تنګ شو، چې د ایستلو چل یې را څخه ورک شو، وارخطا شوم:

ــــ وۍ، دا وجود مې ولې داسې ناڅاپه غټ شو. اخ! لکه چې مړ کېږم، ساه نشم ایستلی، هلئ، څوک مې غږ اورئ، مرسته وکړئ…!!!

ډېرې چغې مې وکړې، خو ښايي هره چغه به مې یوازې په ستوني کې بنده وه. دا ځل اوږد وغځېدم، د ویالې پر سر لرګین کټ راباندې ډک شو، څلور وزره پکې پروت وم، سا مې په سختۍ ایسته، داسې احساس مې کاوه لکه غټ غر چې مې پر سینه پروت وي. څو شېبې مې همداسې په سختۍ ساه ایسته، ناڅاپه مې ستوني درد وکړ، ورسره سم مې په سترګو تپه تیاره شوه، مانا هېڅ مې نه لیدل، د وجود هر غړي مې ځانته ځانته درد کاوه، د پښو له ګوتو نیولې آن د سر تر وېښتانو پورې؛ کټ مټ لکه یوه ښځه چې د زېږون په حالت کې کوم درد احساسوي.

د باد بله ګړندۍ څپه د توت پر ونه راټیته شوه، خو دا ځل یې ما یوازې پښا اورېده، ځکه سترګو مې لید نه کاوه. د باد آواز تېز شو، د ستوني درد مې هم ورسره ډېر شو، خو دا ځل داسې درد و چې بېهوښۍ ته نږدې شوم، احساس مې کړ چې خوله مې وشکېده، ګومان مې کاوه چې ټول غاښونه مې مات شول، له ځان سره پوه شوم چې دا ښايي د روح وروستۍ مخه‌ښه وي؛ ښايي دا هغه شېبه وي چې خلک یې ځنکدن بولي…

زه په همدې کش مکش کې وم، چې درب شو، د ویالې پر سر لرګین کټ وخوځېد او ورسره سم مې د وجود ټول دردونه ختم شول، سترګې مې روغ شوې، په ډېرې وارخطایۍ مې یوې او بلې خوا ته وکتل، توره پیشو نه وه، پورته مې وکتل، د توت پاڼې نه خوځېدې. ناڅاپه چا پر اوږه وټپولم، ولړزېدم، څنګ ته مې وکتل، سمدلاسه مې پر خپل هم‌شکل سترګې ولګېدې.

یو کس و چې څېره یې هو بهو زما غوندې وه، خو سترګې یې داسې سرې وې لکه وینې چې پکې وي. ووېرېدم، لومړی مې فکر وکړ چې چا مې تر څنګ لویه هېنداره اېښې او ځان پکې وینم، بیا مې ویل چې هسې نه د ویالې اوبه راپورته شوې وي او لکه دېوال غوندې را څخه چاپېرې وي.

کټ وخوځېد، زما هم‌شکل رانږدې شو، ورته ځیر شوم، زما غوندې برېت یې ول، ږیره یې هم کټ مټ زما په څېر وه، خوله یې خلاصه کړه، د ژبې پر ځای یې په خوله کې کوچني مار خوله خلاصه کړې وه. د ډار لړزې ونیولم، تندی مې خولې شو، په چټکۍ شا ته شوم، سر مې د کټ تر څنګ په چنار ولګېد، درد مې احساس کړ.

سړی لږ نور هم رانږدې شو، خو دا ځل چې یې خوله خلاصه کړه، ما ژر ښکته وکتل. زما هم‌شکل خبرې شروع کړې:

“مه وېرېږه! له خپل ځانه ولې وېرېږې؟ ته، زه یم او زه ته یې. زه ستا په وجود کې لوی شوی یم او اوس دا دی تازه په تازه ستا له وجوده راوتلی یم.”

زه وېرې اخیستی وم، سر مې پر ګونډو کېښود، پرله‌پسې لړزېدم، په وارخطایۍ مې ترې وپوښتل:

ــــ ته څوک یې او له ما څه غواړې؟

د باد درېیمه تېزه څپه مې احساس کړه. د توت د پاڼو د خوځېدلو غږ شو. زما هم‌شکل – چې ما له وېرې نه ورته کتل – یو ځل بیا زیاته کړه:

“زه!؟ زه ته یم. له خپل ځانه ولې وېرېږې!؟ زه ستا په ذهن او زړه کې له ځینو خاصو رګونو جوړ شوی یم. ته چې کله ماشوم وې او چا به یوه څپېړه ووهلې، یا به چا درته بده خبره وکړه، نو ستا به ورسره کینه پيدا شوه او له هماغې ورځې ستا په وجود کې زما د وجود جوړښت پیل شو، هله هله همداسې، د ژوند په هر پړاو کې چې څومره ځورېدلې، هومره به زه غټېدم. او زه به هغه مهال ستا په وجود کې حس کېدلم، کله به چې ته ډېر خپه شوې؛ له خلکو به دې بد راغلل؛ له هر څه به زړه‌توری شوې او…

د ویالې پر سر لرګین کټ وخوځېد، د وچو پاڼو آواز شو، پر ګونډه مې سر کوږ کړ، غلي مې په یوه سترګه وکتل، ما ویل ګوندې څوک راغلي وي چې له دې بلا څخه مې خلاص کړي، خو چې ځیر شوم، هماغه توره پیشو را روانه وه، دا ځل یې دوه تور تور بچوڼي هم ورپسې وو… ما په وېره پیشو ته کتل چې هم‌شکل مې خبرې وغځولې:

“…نو هغه مهال به اصلاً ما ستا له وجوده د راوتلو کوښښ کاوه، خو هېڅ لاره به مې نه لیدله چې په کومه درڅخه راووځم. نن چې کله بیا ډېر خپه شوې؛ له انسانانو دې بد راغلل؛ ځان درته مکمل یوازې او پردی ښکاره شو، نو دا اصلاً ستا په وجود کې زما د وجود هغه خوځښت و چې غوښتل مې درڅخه راووځم، او دا دی آخر دې تر خوله راووتلم. آخ! څومره تنګه خوله دې وه او څومره تېره غاښونه دې ول، زما مټې یې را زخمي کړې…”

زما هم‌شکل همداسې لګیا و او زه له وېرې پړکېدلم، کټ مټ لکه یو کاغذ چې په یوه سپېره دښته کې په وچ بوټي کې سرېښ وي او تېزه سیلۍ خوځوي. یو ځل مې بیا غلي څنګ ته وکتل، دا ځل توره پيشو تللې وه. بېرته مې سر په ګونډو کې ننویست او د هم‌شکل خبرو ته مې غوږ شوم:

“…نو ته له ما مه وېرېږه، زه تا په خپله جوړ کړی یم، نو ولې دې جوړولم چې اوس راڅخه وېرېږې؟ زه ستا په وجود کې په بېلابېلو طریقو او بېلابېلو وختونو کې جوړ شوی یم، ستا په وجود کې زما د وجود د ځینو اندامونو د جوړولو په اړه یو څه درته وایم. زما خبرې خو اورې!؟”

په بيړه مې ځواب ورکړ:

ــــ هو، غوږ یم، وایه!

“داسې یې وګڼه چې زما د وجود هر غړی ستا د ژوند له تجربو جوړ شوی دی. ستا له ماشومتوبه، آن کله چې دې خبرې هم نه شوای کولای، یوازې به ګړبېدې، یانې په هغه عمر کې چې چا درته بد وهم کتل، نو زما د یوه وجود یوه برخه به بشپړه شوه، آن کله چې پر یوه نجلۍ مین شوې، خو کله چې مو بېرته اړیکه پرې شوه، نجلۍ وکنځلې، ویې رټلې، سپک یې کړې، نو له هماغه راهیسې زما پوره کېدل تقریباً اوج ته ورسېدل.

نو اوس ما ته وګوره، خیر دی، له ما مه وېرېږه، زه، ته یم. زه په لومړیو کې ستا کینه وم، بیا عقده شوم او بالاخره دا دی په نفرت بدل شوم، او چې څنګه په نفرت بدل شوم، نو ستا له وجوده مې د راوتلو لاره هم پيدا کړه.”

د نفرت په اورېدلو مې ټکان وخوړ، د ویالې پر سر لرګین کټ وخوځېد، سر را باندې وګرځېد، شېبه وروسته ستوني‌ستغ شوم، بېهوښۍ ته نږدې شوم، داسې احساس مې کاوه لکه چا چې مې پر مرۍ پښه اېښې وي، سترګې مې رډې وې، خو سم لیدل مې پرې نشوای کولای. ناڅاپه مې هم‌شکل پر سینه راکېناست، سترګې یې زما سترګو ته نږدې کړې او دا ځل یې په وحشتناک انداز راته وویل:

“ګوره! زه خو ستا له وجوده ځکه راووتم، چې ما ویل ته به راته ښه راغلاست ووایې، ځکه مټ په مټ به درسره روان وم؛ د نړۍ له هر ډول انسان سره د ټکر پر مهال به له ما استفاده کوې؛ زه به ستا ټینګ پلوی یم؛ ته به له ما سره ملګرتیا کوې، خو زه ایله پوه شوم او کاش پخوا پوهېدای چې ته اصلاً رک روغ یې؛ له عاطفې ډک یې، آن دومره عاطفي چې له خپل ځان (نفرت) څخه هم نفرت کوې، نو زه مجبور یم چې بېرته درکې ننوځم، ستا په وجود کې خپل وجود ته وده ورکړم؛ تا له هرې مینې ونیښسېزم؛ شهوت درکې وسېځم؛ ټول عاطفي قوت دې زما په مار ته ورته ژبه وچیچم او ختم یې کړم. ته باید د نړۍ له هر انسانه کرکه وکړې او ځان مکمل یوازې او پردی احساس کړې…!!!”

د باد څلورمه تېزه څپه هم د توت پر ونه راټیټه شوه، پاڼې یې لټ په لټ کړې، ما د باد غږ په سختۍ اورېده، ځکه د تېر خلاف نیم‌بېهوښه وم، خو یوازې دومره پوهېدم چې خوله مې کش کېږي، غاښونه مې له ډېره درده لوېږي او یو شی مې په مرۍ راننوځي، بس کټ مټ لکه خوب چې وینم او یا لکه کوم مرغه چې له ویشتل‌کېدلو پس خرپلې کوي او لتې وهي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب